The news is by your side.

امنیه قومندان تريخ اعتراف وکړ ارزګان کې خلکو سره څه کیږي؟

خبريال ويب پاڼه/ تالبان خپله مني چې پوره شل کاله ورته خلکو ډوډۍ ورکړه او دوی یې وساتل.
د ارزګان امنيه قوماندان ملا بشير يو تريخ اعتراف وکړ او و يې ويل چې د دوی جنګيالي اوس هم له خلکو سره هغه ډول کړنې ترسره کوي.
د ارزګان امنيه قوماندان حاجي ملا عبدالبشیر د رسنیو سره په خبرو کې منلې چې اوس هم دوی خپلو کسانو ته مياشتنی معاش نه ورکوي او یوازي پنځه زره افغانۍ بديل اعاشه ورکوي.
بشیر وويل چې د پخوا په څېر اوس هم اورګان کې خلک تالبان‌ساتي او ورته ډوډۍ ورکوي.
ده دا هم وویل هغه کسان به زنداني شي چې د تير حکومت له غړو سره په خپل سر ناوړه چلند کوي، که څه هم د تالبانو مشران پر دې ټينګار کوي چې بايد د عمومي عفوې په نظر کې نيولو سره د تير حکومت له غړو سره سم چلند وشي خو د‌ تالبانو کشران‌ بيا دا امر نه مني او د تير حکومت له غړو سره ناوړه چلند کوي.
لکه څنګه چې حاجي بشير اعتراف وکړ داسې ډيري کمزورۍ شته چې اوس هم امارت ورسره مخ دی او له خلکو باج اخلي، د تالبانو په راتګ سره په افغانستان کې د ټول ملت تباهي پيل شوه چې اوس په ډیره کمه درجه اقتصاد پاتي دي چې هغه هم سقوط شي او افغانان خدای ج ناخواسته له لوږې مړه شي.
د تالبان‌ مشر شيخ هيبت الله اخندزاده پيغام نن کندهار کې واورول شو او له تالبانو پکښې غوښتل شوي وو، چې‌ د تير حکومت له غړو سره دي ښه چلند وکړي او په خپلو منځونو کې دي اتفاق وکړي چې دا به ښه ثابت شي تراوسه پورې په يو شمېر ولايتونو کې ډير داسې موارد شته چې تالبان ‌د‌ خپلو مشرانو له امرو نه سرغړونه کوي او د هغوی امر نه مني.

Comments are closed.