The news is by your side.

خليلزاد، د غني صالح او جمهوريت په هکله نوي حقايق وړاندې کړل

خبريال ويب پاڼه/ د امريکا له لوري د افغانستان لپاره پخواني ځانګړې استازي زلمي خليلزاد يو ځل بيا د افغانستان په هکله تازه څرګندونې کړې او ډيرو حقایقو څخه يې پرده پورته کړې.
خلیلزاد په خپل يو تازه مرکه کې د حکومت د سقوط پړه پر اشرف غني او د هغه پر ټيم اچولې او زیاته کړې يې ده چې غني او جمه د ده ټيم د حکومت د سقوط لامل شول، هغه زياته کړې چې غني او صالح په يوه خيالي دنيا کې ژوند کاوه او هيڅ کله يې دا فکر نه کاوه چې امريکا يي ځواکونه دي له افغانستانه ووزي.
خلیلزاد ویلي چې اشرف په يوه خيالي نړۍ کې پروت وو او د امريکا د سرتيرو ایستلو خبره يې يوازي يو تمثيل باله.
خليلزاد د حکومت نړيدلو پړه هم پر غزني واچوله او ويې ويل چې همدې خيالي نړۍ او د حقايقو نه درک‌ د غني ټينګار پر جګړه وکړ او د سولې کولو لاره يې غوره نه کړه چې په همدې ترتيب حکومت سقوط وکړ.
خليلزاد بيا هم تکرار کړه چې د حکومت د له منځه تللو مسوليت يوازي د اشرف غني او د هغه د ټيم پر غاړه دی، ځکه عيني حقايق يې نه درکول، او پرځای يې د واک غځولو نقشه پر مخ بيوله.
خلیلزاد پر داسې مهال دا څرګندونې کړې چې اوس د افغانستان وضعیت له کنټروله د وتلو حال کې دی تالبان چې پر افغانستان واکمن شوي نو اقتصادي او بشري ستونزې افغانستان کې زیاتې شوې.
کله چې د اګست مياشت کې سختې جګړې رامنځته ته شوې نو بيا د امريکا او دريم ګړو ټينګار دا وو چې بايد د سولې او مذاکراتو له لارې بايد هرڅه حل او فصل شي، خو بيا هم محمد اشرف غني پر جګړه کولو ټينګار کاوه او هرڅه يې په خپل واک کې ګڼل.
محمد اشرف غني اوس په عرب اماراتو په تبعيد کې تيروي او په افغانستان کې تالبان واکمن

Comments are closed.

koi finance