The news is by your side.

تالبان: وږي مړولی نشي او ولس سره د نورو مرسته لیدلی نشي

خبریال وېب پاڼه: د کونړ ځایي خلک د تالبانو له چور تالان نه خبر ورکوي.

دوی وایي، له لوږې یې چېغې وکړې، خو دوی ورسره د مرستو پرځای د نورو موسسو له لوري شوې مرسته هم وېشي.

د کونړ د نرنګ ولسوالۍ ځینو اوسېدونکو د نوم نه خپرولو په شرط خبریال وېب پاڼې ته وویلې، چې څو ورځې وړاندې په دې ولسوالۍ کې د (IOM) موسسې له لورې بې وزله خلکو سره د ۲۰۰ ډالرو نغدي او ۷۰ ډالره خوراکي کېټونو مرسته وشوه.

دوی وایي، له مرستې وروسته تالبانو له دوی په زوره ۷۰ ډالره اخیستل او خلکو هم له وېرې څه ویلی نشول.

د مرسته شویو کورنیو يوه کس ویلې، چې په ډېرې سختۍ یې دا مرسته ترلاسه کړه او د ژوند هيله یې پيدا کړه، خو هغه هم تالبانو ورسره نیمه کړه.

نوموړی، چې د تالبانو له وېرې يې له نوم خپرولو ډډه وکړه وایي، تالبانو په لېستونو کې په دې نوم، چې دوی ته به په نغدو پیسو کې ۷۰ ډالره ورکوي نومونه ځای پرځای کړي او پر همدې اساس ټول خلک لوټي.

عام خلک وایي، تالبان وږي مړولی نشي، برعکس د دې پرځای د نورو ادارو او هېوادونو له لوري شوې مرستې هم ورسره وېشي.

خبریال وېب پانې هڅه وکړه دا مسله له (IOM) ادارې سره شریکه کړي.

هغوی که څه هم په ښکاره له خبرو کولو ډډه وکړه، خو د یادې ادارې یوه کارمند، چې په نرنګ ولسوالۍ کې مرستې وېشلې خبریال وېب پانې ته ومنله، چې تالبان له خلکو سره په زوره د دوی له لورې شوې مرسته نیموي.

نوموړي خبریال وېب پاڼې ته وویلې، چې د مرستو د وېش پرمهال هم دوی ته دا شکایتونه وشول، چې تالبان ترې ۷۰ ډالره په زور اخلي، خو په خبره یې د دوی له وسې څه نه وو او نه کېدلی شي، ځکه ښايي ژوند یې له ګواښ سره مخ شي.

نوموړي د خبریال وېب پاڼې د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آخر به څه کوئ او د مظلوم ولس حق به څنګه ور رسوئ؟ وویل: (( موږ یواځې د تالبانو له لوري د راکول شوي لېست ته په تمه یو، که یې خپل کسان وي، که مستحق وي که نه، خو موږ مجبور یو د خپل ژوند لپاره د هغوی فرمایشي کسان ومنو. ښايي د دوی دا ظلم دومره دوام ونکړي.))

کونړ مېشتې وروسته له هغې دا شکایتونه کوي،چې افغان ولس له سختې لوږې او بېکارۍ سره لاس او ګرېوان دی، خو واکمن حکومت هېڅ هم نشي کولای ځکه په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

Comments are closed.