امريکا پاکستان په تالبانو بدلوي د نوې يارانې پيل

خبریال ويب پاڼه/ پاکستان د امريکا ترټولو لويه تيروتنه وه، کله چې يې په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کې د تالبانو پر ضد جګړه پيل کړه نو د جګړې تر مصارفو زياتې پيسې پاکستان ترې په بډه کړې.
په دې هکله زيات نظرونه موجود دي چې امريکا له دې څخه را ګرځوي چې له پاکستان سره نوره اړيکه اوږده کړي.
په دې هکله يو شمېر غربي رسنیو هم تحليلونه ليکلي او امريکا ته يې وړانديز کړی چې د پاکستان پر ياري دي له سره غور وکړي.
يو شمېر امريکايي سیاستوالو د امريکا د ماتې لوی لامل پاکستان بللی په دې هکله نیويارک ټایمز د امريکايي سیاستوالو له قوله ويلي چې د امريکا د ماتې لامل پاکستان ته راجع کيدلی شي، ځکه نو امريکا بايد له پاکستان څخه لاس واخلي او تکيه پرې ونکړي.
امريکا ته په دې مطلب کې وړانديز شوي چې پاکستان ته دي د نظامي تجهيزاتو له ورکړې هم ډډه وشي، د افغانستان په هکله دي له دې هېواد سره بحثونه ختم کړل او د دې پرځای دي په مستقیم ډول له افغانستان سره تماسونه بر قرار شي.
تراوسه پورې امريکا لاهم د پخوا غوندې پر پاکستان تکيه کړې.
خو امريکايي سیاستوالو ويلي که امريکا د پاکستان مقابل کې خپله پاليسي بدله نکړي نو ژر ده چې امريکا به يوځل بيا لويي کندې ته وغورځوي.
مطلب ليکوونکی په دې اند دی چې د پاکستان تر مصارفو او دوه مخيتوب دا غوره ده چې توجو افغانستان ته شي او هرڅه کم شي.
د پاکستان لومړي وزير عمران خان وویل چې دوی د پيسو بدل کې له امريکا سره د افغانستان په جګړه کې مرسته کوله.
که څه هم هغه مهال د تالبانو او پاکستان ترمنځ پخه انډيوالي وه، خو بيا هم پاکستان د څو پيسو مقابل کې تالبان پرامريکا خرڅ کړل او درسته واکمني يې ورته نسکوره کړه.
تالب او امريکا دواړه د خپلې بريا لپاره نور بايد پاکستان ته نې ووايي او دا باور له منځه يوسي چې بريا په پاکستان کې ده.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More