The news is by your side.

بلوچستان د پاکستاني پوځيانو د هلاک کېدو خونړۍ سیمه بلل شوې

خبریال وېب پاڼه: پاکستاني پوځيان هم د امن په ارمان هره ورځ هلاک کېږي.

د رسنیو د راپورونو له مخې سږکال په پاکستان کې د بلوچستان ایالت د پاکستاني پوځیانو لپاره د هلاک کېدو تر ټولو خونړۍ سیمه ده او په همدې سیمه کې پاکستاني پوځيانو ته ډېر زیان اوښتی دی.

د سرچینو د راپورونو له مخې روان کال په بلوچستان کې پر پاکستاني پوځيانو ۲۶۰ خونړۍ حملې شوي، چې د تېر کال په پرتله په سلو کې ۸۹ سلنه ډېروالی ښيي.

د رسنیو د معلوماتو له مخې په یادو ترسره شویو ۲۶۰ خونړیو بریدونو کې تر ۱۳۸ پاکستاني پوځيان، چې د دوی مهم غړي هم په کې شامل دي هلاک شوي او تر ۴۲۱ نور یې مرګوني ټپيان شوي دي.

 په روان کال کې په ایف سي تر ټولو زیات ۱۰۵ بریدونه شوي، چې پکې۷۴ کسان وژل شوي او ۱۴۹ نور ژوبل شوي دي.

د سرچینو د راپورنو له مخې یواځې روان کال د پاکستان پر اېف سي ځواکونو ۱۰۵ بریدونه شوي، چې له امله یې د یادو ځواکونو ۷۴ تنه هلاک شوي او ۱۴۹ سخت ټپيان شوي دي.

دا راپورونه وروسته له هغې ورکول کېږي، چې روان کال بیا بلوچ بېلتون پالې ډلې په بېلابېلو سیمو کې پر پاکستاني پوځیانو ګڼ بریدونه ترسره کړي.

تازه یې په تېرو څو ورځو کې تر شلو ډېر پاکستاني پوځیان هلک کړي دي.

Comments are closed.