The news is by your side.

تالبانو کندهار کې د دوو ودنو خوشحالۍ په غم و لړلې

تالبان اوس خلک خوښۍ کولو ته هم نه پرېږدي که څه هم د دوی مشران خپلو جنګياليو ته له خلکو سره د ښه چلند توصیه کوي خو بيا هم په یو شمېر ولایتونو کې خلک په يوه او بل نوم زورول کیږي له کندهاره راپورونه وايي چې تالبانو تېره شپه په کندهار کي دوه ودونو ته ورغلي او د موسيقي د ږغولو په تور یې د زوم وروڼه بولي دي.
په دې اړه د کندهار د امر بالمعروف او نهي ان المنکر اداره د پيښې پخلي کوي او وايي چې د زوم وروڼه يې د موسيقي د ږغولو په تور نيولي او له ځان سره وړي دي.
د مالوماتو له مخې یو واده د کندهار ښار په یوه صالون کې او بل یې د کندهار ښار په نهمه ناحیه کې وو، د واده په مناسبت به يې کومه موسيقي ږغولې وی چې تالبان ورغلي او د دواړو ودونو څخه یې د زوم وروڼه بوولې.
د زوم کورنۍ وايي چې دوی د ښځو لپاره ښځینه سندرغاړې راوستلې او بلې کورنۍ د ښځو په پروګرام کې د MP3 موسیقۍ غږولې.
وروسته له واده څخه سپین ږري طالبانو ته په زاریو ورغلي چي ددوی بندیان ور ایله کړي.
طالبانو وروسته د سپین ږرو په غوښتنه نیول شوي کسان خوشي کړي خو د هغوی ښادۍ يې ورته غمجنې کړې.
د واده دواړي کورنۍ دا وضعیت اندېښمن کړي او وايي چې تالبانو د دوی د واده مراسم ګډوډ کړي دي.
تيره اونۍ داسې یو مکتوب چې تالبانو پکښې د موسيقي د بندښت لارښوونه کړې خپور شوی خو دا چې په رسمي ډول سره خلک نه دي خبر شوي او نه هم تالبانو په دې هکله څه ويلي نو خلکو د خپلو خوشحاليو لپاره ودونو کې محلي موسيقي ږغولې خو تالبانو ورسره داسې کار کړی.
د تالبانو له دې کړنې وروسته عامو خلکو او د ټولنیزو رسنیو کاروونکو سخت غبرګون ښودلی او له تالبانو يې غوښتي چې له ورته کارونو څخه لاس واخلي.
په کندهار کې د واده مراسم کې تالبان پر داسې مهال د موسيقي ږغولو په تور کسان نيسي چې په کابل کې د ټکسي موټروانانو ته هم د موسيقي د نه ږغولو خبر داری ورکول شوی.

Comments are closed.

koi finance