The news is by your side.

پر پاکستاني پوځیانو د تېرماښام د خونړي برید مسؤلیت تالبانو ومانه

خبریال وېب پاڼه: په خیبر پښتونخوا کې پر پاکستاني پوځيانو تېره ورځ د شوي خونړي برید مسوولیت پاکستاني تالبانو په غاړه واخیست.

د معلوماتو له مخې دا برید تېره ورځ ناوخته د خیبر پښتونخوا هنګو سیمه کې د پاکستاني پوځيانو پر يوه کاروان ترسره شوی وو.

د سرچینو له قوله په یاد برید کې ۶ پاکستاني پوځيان هلاک شوي وو او ۳ نور مرګوني ټپيان شوي وو.

سرچینو زیاته کړې وه، چې بریدګر هم له برید وروسته په تېښته بریالي شوي وو.

د پاکستاني تالبانو د تحریک ډلې تازه د یاد برید مسوولیت ومانه.

د یادې ډلې ویاند ویلي، چې برید د دوی ملګرو کړی او ملګري یې له زیان پرته له یادې سیمې وتلي دي.

دا لومړی ځل نه دی، چې پاکستاني تالبان پر پاکستاني پوځیانو د برید مسوولیت مني، یادې ډلې له دې وړاندې هم د ورته بریدونو مسوولیت منلی دی.

د یادونې ده، چې دوه ورځې وړاندې ناپېژاندو وسله‌ والو د خیبرپښتونخوا د باړې سیمې په “جان خان” کلي کې د پاکستان پر “ایف سي” ځواکونو برید وکړ او ۲ پوځیان ورته هلاک کړل او یو بل یې مرګونی ټپي کړ.

پاکستاني تالبان وروسته له هغې، پر پاکستاني پوځ په غوصه شول او د افغان تالبانو په منځګړتوب شوی سوله ییز تړون یې ختم اعلان کړ، چې د دوی په خبره پاکستاني پوځ د هوکړې اصول ونه منل او پر دوی یې بریدونه کول.

Comments are closed.

koi finance