هندي رسنۍ وایي؛ سلمان خان مار چيچلی

خبریال وېب پاڼه: د هندي سینما مشهور لوبغاړی سلمان خان په خپل کور کې مار چیچلی دی.

هندي رسنیو د هندي ډاکترانو له قوله ویلي، چې دا پېښه تېره ورځ رامنځته شوې او د نوموړي روغتیايي حالت اوس تر پخوا ښه دي.

سرچینې وایي، چې سلمان خان هغه مهال مار وچیچه کله، چې نوموړی خپل فارم هاوس ته تللی دی.

د سرچینو په حواله نوموړی اوس له روغتون نه تر درملنې وروسته کورته رخصت شوی دی او له مرګ نه ژغورل شوی دی.

د یادونې ده، چې سلمان خان د هندي سینما د مشهورو لوبغاړو له ډلې دی او په ټوله نړۍ کې مینه وال لري.

د سلمان تازه او نوی فلم ټایګر ۳ چې له کترینه کیف سره  ثبتوي هم را روان دی.

 د یاد فلم د ثبت لړۍ د کرینه کیف د واده له امله ځنډېدلې وه، خو له واده وروسته بیا دا لړۍ

پيل شوې او مینه وال یې هیله لري، چې ژر به دوی دا فلم هم ننداره کړي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

instagram volgers kopen volgers kopen buy windows 10 pro buy windows 11 pro