ستانکزي: هېوادونه مومات کړل خو حکومتولي موږ مات کړو
خبريال ويب پاڼه/ د تالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستيال محمد عباس ستانکزي نن په کابل کې يوې جوړې شوې غونډې ته وويل، چې د نړيوالو له ملاتړ بغير حکومت ولي کول خورا سخت دي، د ده اشاره دې ته وه چې حکومت يې بايد له نړۍ سره ښې اړيکې ولري.
د تالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستيال که څه په دولتي برخه کې خپله ماتې ومنله خو زياته يې کړه، چې د بشريت په تاريخ به لومړی ځل وي چې یو هېواد څو هېوادونو چې قوي هم وي ماتې ورکړې وي.
ستانکزي وويل نړۍ پر دوی فشار اچوي خو خپلې خبرې پرې ومني خو دوی به هیڅکله تسليم نه شي او کمزوري نه مني.
د ستانکزي خبرې
ستانکزي څه موده وړاندې امريکايان بيرته افغانستان ته را وغوښتل او ویې ویل چې امريکا مکلفه ده ترڅو په افغانستان کې خدمت وکړي ځکه په وینا يې امريکا ده چې د افغانستان اقتصاد يې خراب کړی.
دا تالب چارواکی پر داسې مهال د حکومتولۍ په برخه کې د ناچارۍ اعلان کوي چې د تالبانو له واکمنۍ په افغانستان کې څلور میاشتې وزي او په دې څلور مياشتې کې ډ افغانستان وضعیت دومره خراب شوي چې اوس نړيوال پر دې حيران دي چې څنګه د دې هېواد اقتصادي او بشري وضعيت له ناورين څخه را وګرځوي، تالبان اداعا لري چې ښه قوي حکومت جوړوي او په وينا يې اوس د افغانستان وضعیت امريکا په خپلو بنديزونو د افغانستان وضعیت خراب کړی، ځکه نو عباس ستانکزي په خپلو خبروکې پر امريکا ږغ وکړ چې د افغانستان پيسې ازادي کړي او قوانين مات نه کړي.
د افغانستان اوسنی وضعیت څنګه دی؟
ملګري ملتونه او نور هېوادونه د افغانستان د وضعیت په هکله اندېښنه لري او وايي چې که له دې هېواد سره مرسته ونه شي نو ښايي يو لوی بشري او اقتصادي بهران رامنځته ته شي تالبانو هم د افغانستان سره د نړیوالو د مرستو کولو غوښتنه کړې ده.
Comments are closed.