The news is by your side.

پاکستاني ملایانو جهاد تشدد وباله او تر دين پاکستان غوره کړ

خبريال ويب پاڼه/ پاکستان که څه هم د اسلامي هېواد په نوم ياديږي ولې دا هېواد د انګريز د قوانينو مدافع او همدارنګه د دوه مخې توب اوږد تاريخ لري.
تازه د دې هېواد ملايانو دين پرېښی او قانون پاکستان يې غوره کړی دې ملایانو فيصله کړې چې د نصاب له کتابونو به د تاوتريخوالي او جهاد موضوعات ليري کوي.
دې ملایانو چې په افغانستان کې يې تل د تشدد او جګړو ملاتړ کړی له دولته غوښتي چې د ښوونځیو له کتابونو د تشدد يعني جهاد غزاګانو او داسې نور مواد چې ځوانان ديني خبرتیا وو ته هڅوي له کتابونو ليري او يو سيکولر زده کړه ييز چاپیریال برابر کړي.
طاهر اشرفي په ديني چارو کې د عمران خان سلاکار دی هغه خبريالانو ته وويل چې تراوسه پوري ۳۰۷ موارد چې د دوی په قول تشدد پکښې کې نغښتی وو له دې کتابونو ليري شوي دي ديني عالمانو د پاکستان ټينګار کړی چې ځوانان يې بايد د جهاد او اسلامي مبارزې څخه خبر نه شي او په دې سره يې لومړيتوب تراسلام هېواد ته وشي.
د پاکستان ملايان
زموږ تالبان چې په افغانستان کې يې شل کاله جهاد وکړ د دې بې دینه او د اسلام ضد اشخاصو شاګردان ځان بولي د پاکستان يو د دين ټيکه دار چې اوس مړ شوی مولانل سميع الحق چې د تالبانو معنوي پلار بلل کيدی په افغانستان کې د جګړې او تشدد سر سخت ملاتړی او دلته يې د وژنو لپاره افغان ځوانان هڅول خو اوس يې نو همنوعان را ولاړ شوي او په پاکستان کې جهاد کولو ته د تشدد کليمه کاروي او بيخي يې درس ويل منعه کوي، دوی هر یو يې د پاکستاني استخباراتي ادارې ای ايس ای سره پوخ معاش لری او کوښښ کوي چې په دین کې ډيري فتواوي ورکړي خو له پاکستان څخه دباندې.
مهمه خبره داده چې په بل هېواد کې جګړه کول د دوی د فتواوو پر برابر جهاد او په پاکستان کې تشدد او نفرت دی

Comments are closed.