The news is by your side.

شيخ رشيد: د ازغزن تار په هکله د تالبانو ستر حقيقت افشا کړ

خبریال ويب پاڼه/ که څه هم په دې وروستيو کې د تالبانو او پاکستان ترمنځ سرحدي ترينګلتيا وي رامنځته ته شوې خو د پاکستان د کورنیو چارو وزير شيخ رشيد احمد ويلې چې د اغزن تار په هکله هرومرو ورسره تالبان ملګري وي.
که څه هم د تالبانو يو شمېر جنګيالي په دې عقيده دي چې پاکستان يې دښمن او پر ډيورنډ لاين به هيڅ کله د اغزن تار لګولو اجازه ورنکړي خو مشرانو يې لکه چې د پاکستان سره دا معامله پخه کړې.
د پاکستان د کورنیو چارو وزير ويلي تالبانو اطمینان ورکړی چې د افغانستان خاوره به هيڅکله د بل چا په وړاندې استعمال نکړي.
شيخ رشيد هغه جنجال ته چې تالبانو سره يې پر ډيورنډ کرښه رامنځته شوی وويل چې دوی غواړي له تالبانو سره د ازغزن تار غځولو پروژه له تالبانو سره په ګډه او همغږي سره پای ته ورسوي.
موده وړاندې د ننګرهار ولايت په يوه سرحدي سيمه کې د تالبانو او پاکستاني حکومت عسکرو کومه لفظي شخړه ترسره کړه په يوه ويډيو کې ښکاري چې يو تالب د پاکستان عسکرو ته ګواښ کوي او ورته وايي چې ستاسو سره جګړې ته داسې خوشحاله يو لکه يهودو سره جګړې ته يعني خپل ځان کنټرول کړئ.
دا د تالبانو په محلي کچه احساس او له پاکستان سره بد بيني ده ولې په لوړه کچه داسې ښکاري چې تالبانو له پاکستان سره د اغزن تار غځولو کومه پريکړه کړې وي.
د شيخ رشيد له دې خبرو مالوميږي چې تالبان اوس هم پر تالبانو د پخوا په شان پوره کنترول لري خو خو د تحريک تالبان‌ وروستيو تحرکاتو چې پاکستاني سرتیري په نښه کوي پاکستان اندېښمن کړی چې د دې موضوع به د حل لپاره اوس هم دوی لاس په کار شوي او ويلي یې دي چې دوی له تحريک تالبان‌ سره غيري مستقيې اړيکې نيولې دي

Comments are closed.