The news is by your side.

د کرونا قرنطین کې اسدلله خالد مزار کې څه کوي ؟

خبریال ویب پاڼهد افغانستان اکثره چارواکيد کرونا وایرس نه د بچ کېدو پر پار په کورنو کې قرنطین دی ، خو ددغه هیواد ددفاع وزیر اسدالله خالد د هیواد دبیلا بیلو برخو کې له خپلو سره لیدو ته په سفر بوخت دی .

ښاغلی خالد نن دافغانستان مزار شریف کې لیدل شوی دی. په مزار شریف کې د خبریال همکار وايي چې اسدالله خالد د مزار شریف په ښار کې لیدل شوی چې د افغان پوځ له عسکرو سره یوځای پلی روان وو.

د دفاع وزارت یوې سرچینې خبریال ویب پاڼې ته وویل چې اسدالله خالد د معمول سره سم ولایتي سفرونه کوي او نن هم په یو ولایتيسفر دی ؛ خو زیات جزیات یې ورنکړل .

دافغانستان ددفاع وزیر اسدالله خالد د قرنطین پر مهال تر ډېره د هیواد لیري پرتو سیمو کې د پوځ له جزتامونو او قطعاتو لیدنې کوي .

د دفاع وزارت وايي چې پوځ یې له کرونا سره مقابلې ته په هره سیمه کې چمتو دی ؛ خو هم مهاله له ترهه ګرو سره په جګړه هم بوخت دی .

د افغانستان ددفاع وزیر تر دې وړاندي هم ویلي وو چې که ضرورت پېښ شي ؛ افغان پوځ تیار دی چې د ولس هري ستونزي ته ځان ورسوي .

که څه هم د دفاع وزارت مزار شریف ته دفاع وزیر د اسدالله خالد سفر له جزوتامونو او قطعاتو لیدنه بولي ؛ خو په دې وروستیو کې د عبدالله عبدالله او ولسمشر غني تر منځ سیاسيستونزه اوج ته رسېدلې او د افغانستان په شمال کې د طالب اورپکو سره سره د داعش ترهه ګرې ډلي بریدونه زیات شوي دي .

د یادولو وړده چې اسدالله خالد یو دافغانستان له هغو دفاع وزیرانو نه دی چې د کار اکثره وخت په ولایتي سفرونو او د پوځ له قطعاتو په لیدنو تېروي ؛ خو دده په څېر ګڼ نور افغان وزیراند کرونا په اوسني حالت کې قرنطین دي .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.