The news is by your side.

کرونا, هرات کې د ٩زره ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ دی

خبریال وېب پاڼه/ د کرونا ویروس په هرات کې د ۹ زره ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.

هرات ولایت کې د قرنطين له امله په لارو او واټونو کې سلګونه ماشومان سرګردانه شوي دي.

د هرات يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې حکومت او نړيوال سازمانونه بايد له کرونا ويروس څخه د ماشومانو د ژغورلو په موخه د دوی له کورنيو سره مرسته وکړي.

کارګر ماشومان وايي که واټونو کې کار ونه کړي د شپې او ووځې ډوډۍ پیدا کولو توان نه لري.

بل خوا بيا هرات کې يو سوداګر له تېرو دوو اوونيو راهیسې لسګونه ماشومانو ته خواړه ورکوي.

د هرات والي عبدالوحید قتالي وايي د دغو ماشومانو کورنیو ته د مرستو پروګرام په پام کې لري.

روغتیا پالان وايي چې ماشومان په اسانۍ سره کولی شي چې د ټولنې د غړو او د هغوی د کورنیو ترمنځ کرونا ویروس پراخ کړي.

د رسمي شمېرو له مخې په هرات ولایت کې شاوخوا ۹ زره ماشومان په کوڅو او واټونو کې ژوند کوي چې له ډغه شمېر څخه ۵۰ سلنه زیات یې داخلي بې ځایه شوي او راستنېدونکي دي.

مخکې له دې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یو راپور کې ویلي وو، چې په افغانستان کې دوه نیم میلیونه ماشومان د خوار ځواکۍ له رنځ څخه کړیږي چې په دغه شمېر کې شاوخوا ۷۰۰ زره یې په عاجل ډول غذایي مرستې ته اړتیا لري.

یونیسف په دغه راپور کې ویلي وو، چې افغانستان د ۱۱,۳ میلیونو ماشومانو په درلودلو سره په نړۍ کې درېیم هېواد دی چې ماشومان یې په ډېرو بدو حالاتو کې ژوند کوي او د خوړو ستونزو سره مخ دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance