زده کونکی د آنلاین صنف په جریان کې ویده شو

خبریال وېب پاڼه/ په ارجنټاین کې یو زده کونکی د آنلاین صنف په جریان کې ویده شو او د هغه ویډیو روښانه پاتې شوې وه.
ماتیو پیلوسو، یو زده کونکی د ارجنټاین په لا پلاټا کې د آنلاین صنف په جریان کې ویده شوی، مګر له دې څخه هېر شوي وو، چې د هغه کیمره چالان يا ان ده او زده کوونکي او ښوونکی یې ګوري.
دهغه د ښوونکي په وینا، دې خلکو په ټولګي کې هم خوب کاوه مګر دا په بستر کې د خوب کولو لومړۍ قضیه ده.
د يادونې وړ ده په ارجنټاین کې د اپریل تر ٢٦ پورې لاک ډون اعلان شوی و، په داسې حال کې چې تر دې دمه له کورونا څخه په ارجنټاین کې ١٤٢ کسان مړه شوي دي.
د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه تقریباً په ټوله نړۍ کې ښوونیز او تحصیلي مرکزونه تړل شوي.
دې لپاره چې د زده کوونکو او زده کړیالانو درسونه ټکني نه شي، د زده کوونکو او زده کړیالانو درسونه په آنلاین توګه ورکول کیږي، تر اوسه معلومه نه ده چې تر کله به د زده کوونکو او زده کړیالانو درسونه په انلاین ډول روان اوسي.
په افغانستان دننه هم، زیات شمېر دولتي او خصوصي پوهنتونو خپلو زده کړیالانو ته د انلاین درسونه لړۍ پیل کړې او په یو شمېر ولایتونو کې د تلوېزیونونو او راډیو ګانو له لارې د ښوونځي درسونه خپریږي.
د انلاین او تصویري او غږیزو رسنیو له لارې عموماً په ډېرو هېوادونو کې اوس مهال زده کوونکو او زده کړیالانو ته درس ورکول کیږي.