The news is by your side.

تالبانو ټولې نړۍ ته سخت ګواښ وکړ

خبریال ويب پاڼه/ تالبانو په يوه اعلاميه کې ټولې نړۍ ته ښکاره پيغام ورکړ او زياته يې کړه چې نور بايد له افغانستان سره احطيات وشي.
د تالبانو ډلې نن د جدې ۶ چې له افغانستانه د روسانو له وتلو سره برابره ده، يوه اعلاميه خپره کړې چې پکښې له ټولو هېوادونو څخه غوښتل شوي چې د‌افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه ونکړي او دوی به د دې کار اجازه هم هيڅ کله ورنکړي.
تالبانو وويل چې د افغانانو ازادي خوښه او د نړۍ څو تاړاکونه يې مات کړي دي او ازادي ترې اخیستې ده د دوی په اعلامیه کې ويل شوي چې له ټولې نړۍ سره دوه اړخیزې اړیکې غواړي او هيچا ته د زيان اړولو نيت نلري.
دوی له نړیوالو وغوښتل چې د افغانستان له کورنیو چارو دي لاس پر سر شي او د دې هېواد په کورنیو چارو کې دی لاس وهنه نه کوي او دا فکر دي هم نکوي، تالبانو يو ځل بيا له نړۍ څخه وغوښتل چې له افغاناتو دي‌ خپل فشارونه ليري او خپلې حکومتولي کولو ته پريږدي.
تالبان څه غواړي
په افغانستان کې د تالبانو له راتګه څو مياشتې وزي له هغه راوروسته اوس دا ډله غواړي ښه حکومت ولري او د نړۍ سره اړيکي ولې دوی اوس په دې کې فساو دي چې له نړۍ سره د اړيکو جوړولو چل زده کړې او د حکومتولۍ په برخه کې يې له همکارۍ ښه کار واخلي خو څرګنده خبره ده چې نړۍ دومره ژر په تالب باور نه شي کولی، امريکا پر تالبانو د وعده خلاف نوټ پوري کړی د بشري حقونو د څار سازمان نن د تالبانو له لوري د ښځو په هکله د محدويتونو په وړاندې غبرګون وښود او زياته يې کړه چې د تالبانو له لوري وضعه شوي نوي قوانين د ښځو د زنداني کيدلو په معنی دي.
د‌ امريکا د ولسمشر مرستیالې کاميلا هاريس هم نن د تالبانو له لوري د محدويتونو د وضعه کيدلو په هکله وويل چې دا کارونه امريکا ته د منلو وړ نه دي او تالبان باید ډډه ترې وکړي

Comments are closed.