The news is by your side.

پاکستان: تالب ډيورنډ رسمي سرحد نه بولي بيا ولې همکاري ورسره کوو

خبريال ويب پاڼه/ د پاکستان او تالبانو ترمنځ دې وروستيو کې سرحدي ترينګلتيا وي زیاتې شوې او د تالبانو لوی درستیز ګواښ وکړ چې پاکستان ته به د دوی د توغنديزو بريدونو مقابل کې بي المثله ځواب ورکړي له همدې کبله اوس پاکستاني سياسون په قهر شوي او انتقاد يې کړی.
د پاکستان د سنا مجلس يوه غړي سناتور رضا رباني په خپلو خبرو کې انتقاد کړی چې تالبان ډيورنډ لاين په رسمي سرحد نه پيژني بيا ولې پاکستان ورسره همکاري کوي.
دې پاکستاني سناتور له پاکستاني دولت څخه غوښتي چې د اغزن تار د ليري کولو په هکله چې پر ډيورنډ لاين تالبانو ليري کړی بايد سنا ته مالومات ورکړي.
که تالبان مستقلي کړنې ترسره کړي نو تر هرچا لومړی به يې پاکستان دښمن شي ځکه که هرڅوک په افغانستان کې د پاکستان د ګټو خلاف کار کوي نو هرو مرو به ورته ستونزې پيدا کيږي.
د تالبانو د دفاع وزارت منلې چې د ننګرهار ولايت او نورو سرحدي سیمو کې يې د پاکستاني ځواکونو له لوري د اغزن تار د غځولو مخه نیولې.
خو پاکستان بیا وايي چې دوی له تالبانو سره په تفاهم غواړي د اغزن تار لګولو پروژه پای ته ورسوي په دې هکله د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شيخ رشيد احمد تازه څرګندونې کړې او ويلي يې دي چې دوی به دا پروژه د‌ تالبانو په واسطه هرو مرو تر سره کوي.
هغه وويل چې په دې باوري دی چې تالبان به ورسره په حتمي ډول دا کار کوي شيخ رشيد وويل تالبانو ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د بل چا پر ضد هم نه استعماليږي.
پاکستان د تالبانو په هکله ښه او بد نظرونه ګډ لري ځکه دا هېواد غواړي پر افغانستان په هر حالت کې کنټرول ولري ولې په دې باوري دي يانه چې د تالب برخورد به ورسره څنګه وي.

Comments are closed.