The news is by your side.

کابل هوایي ډګر: تالبانو پر ولس د کورونا په نوم ظالمانه تجارت پيل کړی

خبریال وېب پاڼه: په کابل هوایي ډګر کې تالبانو د انساني قاچاق ترڅنګ یو بل ظالمانه تجارت هم پيل کړی دی.

یاد هوایي ډګر څخه بهرنیو هېوادونو ته تلونکي مسافر وایي، چې که څه هم دوی د کورونا  منفي ټېسټ سند په لاس کې لري، خو دوی پرې په زوره بل ټېسټ کوي.

د یوه مسافر په وینا، چې تالبان د هر ټېسټ په بدل کې له خلکو ۳۵۰۰ افغانۍ اخلي او که یې ونکړي نو هوایي ډګر ته یې نه پرېږدي.

د دوی په وینا ځينې چې پیسې لري له مجبوریت نه یې کوي، خو هغه چې د دې پيسو وس نه لري بېرته خپلو کورونو ته ستنېږي.

یاد مسافر وایي تالبان تل د عدل خبره کوي، خو تر دوی ظالم او بې انصافه نور څوک نشته.

بهرنیو هېوادونو ته تلونکي مسافر د تالبانو له مشرانو هیله کوي، چې دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.

خبریال وېب پاڼې هڅه وکړه، چې په دې تړاو د کابل هوایي ډګر د مسوولانو نظر هم واخلي، خو هغوی په دې تړاو له خبرو کولو ډډه وکړه.

دا لومړی ځل نه دی، چې خلک د تالبانو له دا ډول ظلمونو شکایت کوي، په ګڼو نورو ولایتونو کې هم خلک له تالبانو په تنګ راغلي او وایي، مشران یې خبر نه دي، خو کشرانو یې په خلکو چړې تېروي او په زور د هرې ادارې په دروازه کې په یوه او بله بهانه پيسې غواړي.

Comments are closed.