د مقاومت جبهه: پنجشېر کې د تالبانو له لوري د شویو ظلمونو بدل اخلو
خبریال وېب پاڼه: د مقاومت د جبهې او تالبانو ترمنځ خصومت لاهم دوام لري.
د یادې جبهې ویاند صبغت الله احمدي ادعا کوي، چې تالبانو په پنجشېر کې په عامو خلکو سخت ظلمونه کړي او دوی به یې بدل حتما اخلي.
سرچینې پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې تالبانو د نړیوالو هغه راپورنه رد کړي، چې ګواکې دوی د بشر ضد جنایتونه کړي؛ خو اوس یې عملاً پنجشېر کې یو بې ګناه وګړی شهید کړی دی.
نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې دوی به له تالبانو څخه د وژل شوي کس غچ ډېر ژر واخلي.
د یادې جبهې ویاند داسې مهال دا څرګندونې کوی، چې تېره ورځ یې هم ولي وو، چې د تېرو ۹ ورځو په موده کې یې د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې پر تالبانو سخت خونړي بریدونه کړي او چې ۱۷۰ تنه تالبان یې وژلي دي.
سرچینې تېره ورځ هم ګواښ کړی وو،چې د تالبانو پر وړاندې به یې مقاومت دوام ولري.
تالبانو بیا د مقاومت د جبهې د ویاند د څرګندونو او دوی ته د اوښتې مرګونې ادعا په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
د تالبانو او یادې ډلې ترمنځ دښمنې وروسته له هغې پخه شوه، کله چې تالبانو ټول ۳۳ ولایتونه ونیول او یواځې پنجشېر له څو اونیو مقاومت وروسته تالبانو ونیوه او مشران یې نورو هېوادونو ته وتښتېدل.
Comments are closed.