The news is by your side.

تښتيدلی غني د نړۍ يوه ناوړه ليست کې دويم ځای خپل کړ

خبريال ويب پاڼه/ پخوانی ولسمشر اشرف غني د نړۍ په کچه د ولسمشرانو په يوه ناوړه ليست کې راغلی او دويم ځای یې خپل کړ.
فاسد او تښتيدلی غني چې د واک پرمهال يې هم هېواد کنډي کپر کړ هغه مهال هم افغانستان د فاسدو هېوادونو په سرکې د نړۍ په کچه راتلی، چې اوس خپله غرق شوی.
اشرف غني OCCRP ادارې له لوري د نړۍ په کچه دويم فاسد شخص و ټاکل شو
د سازمان شويو جرمونو او فساد په اړه د راپور ورکولو پروژې له لوري د بلاروس ولسمشر لوکاشینکو لومړی فاسد انسان او محمد اشرف غني د نړۍ دويم فاسد انسانان شو
دوی د ۲۰۲۱ زیږدیز کال نړيوال فاسيدين دي چې دا شرم يې هم افغانستان ته پرېښود.
د دې سازمان د بيان له مخې ويل شوي اشرف غني يو بې کفايته او فاسد شخص وو،چې افغانان‌ يې مرګ ته پرېښودل او دی د خپل حکومت د فاسدو چارواکو سره عربي اماراتو ته و تښتيد چې اوس هلته ميشت دی
اشرف غني ملي خیانت وکړ او د هېواد د شل کلنې بقا او لاس ته راوړنو جنازه يې پر اوږه وايسته دې ډارن او فساد مسول ډېري لویي خبرې کولې او کله چې د رښتیاوو ميدان راغلی نو له بکسونو بکسونو ډالرو سره يو ځای له افغانستانه وتښتيد او اوس په عربي اماراتو کې خپل د عيش او عشرت ژوند لري.
غني شاوخوا اوه کاله واکمني وکړه چې په خپله دې واکمني کې يې نه يوازې چې د فساد په وړاندې مبارزه ونکړه بلکي دا بده پدیده يې دې هېواد کې نوره هم زياته کړه.
که څه هم هر وخت يې شعار همدا وو چې له فساد سره مبارزه کوي ولې په اصل کې دی پر خپلو ژمنو نه وو ولاړ او اصل کې خپله هم په فساد کې ښکېل وو، کله چې د اشرف غني حکومت سقوط کیدی نو د ده د حکومت لوړ پوړو چارواکو ټول بانکونه لوټلي ول

Comments are closed.