تالبانو ته د پاکستان پېغور؛ پر ښځو محدودیت وروسته پاتې فکر دی
خبریال وېب پاڼه: د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري وایي، پر ښځو د تالبانو له خوا د محدودیتونو لګول وروسته پاتې فکر دی.
فوراد چوهدري دغه راز د ښځو پر تګ راتګ او سفر باندې د محدودیتونو د لګولو په اړوند د تالبانو وروستی اقدام بېکاره تفکر ګڼلی دی.
نوموړي دا بندیزونه پاکستان ته هم د ګواښ ګواښ بللی دی.
تالبانو د فواد چوهدري دې څرګندونو ته تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی، خو ولس د سخت ځواب په تمه دی.
عام افغانان وایي، تالبان دې د پاکستان له غلامۍ ځان وژغوري او افغان ولس ته دې د پرمختګونو لا پرانېزي نه دا چې داسې محدودیتونه ولګوي، چې د نورو د خندا شي.
له دې وړاندې عمران خان افغانستان کې ښوونځیو ته د نجونو نه پرېښودل کلتوري مسله یاده کړې وه، چې د افغان پخوانیو چارواکو او عامو خلکو توند غبرګونونه یې را وپارول او عمران خان یې وننګوه، که یې بیا د افغان کلتور په تړاو څرګندونې وکړې په زیان به یې تمام شي.
خو بل لورته بیا تالب چارواکو هرڅه بابېزه وګڼل او د ولس هیلې یې خاورې کړې.
د بهرنیو چارو وزیر متقي د عمران خان په ځواب کې یواځې عاجزانه او وېرېدلي کلیمات وکارول او وې ویل، چې دا د عمران خان نظر دی، افغان کلتور ته سپکاوی نه دی.
د یادونې ده، چې د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې هم تېره ورځ د افغان مېرمنو په اړه د تا لبانو تازه څرګندونې د دوی د زنداني کولو په مانا بللې وې.
یادې ادارې ویلي وو، چې نوي حکومت تر دې وړاندې هم پر ښځینه وو بېلابېل فشارونه راوستي او له کار کولو یې منع کړې دي.
تېره ورځ د امریکا د ولسمشر مرستیال کامیلا هاریس هم ویلي وو، چې تالبانو د ښځینه وو په اړه د امریکا تمه نه ده پوره کړې.
هغې ویلي وو داسې ښکاري چې دوی له ښځینه وو سره ناسم چلند کوي او دا مسئله امریکا ته د اندېښنې وړ ده.
هغې ټینګار کړی چې امریکا به له افغان مېرمنو خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي.
دا اندېښنې وروسته له هغې را پورته کېږي، چې تازه د تالبانو د امرباالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په یوه اقدام کې ویلي، چې ښځې له محرم پرته اوږده سفرونه نه شي کولی.
Comments are closed.