The news is by your side.

وردګي تالبان: له وردګو پرته د تالبانو نظام دوام نشي کولی

خبریال وېب پاڼه: د وردګ تالبان له خپلو تالب مشرانو ناراضه دي.

دوی وایي، کلونه یې د تالبانو د بریا لپاره جګړې وکړې او په سختو حالاتو کې یې ورته دندې ترسره کړې خو بیا یې هم په کابینه کې ونډه ورنکړه.

په ټولنیزو رسنیو کې د تالبانو د ډلې یو کس په خپاره شوي وېډیوي پيغام کې ادعا کوي: (( وجنګېدو وجنګېدو، خو چې اوس کابینه اعلان شوه، یو وردګ نشته پکې.))

نوموړی ادعا کوي، چې تالبانو له وردګو سره ظلم کړی او هېڅکله به بریالي نشي او روان حالت ته په کتو به ژر د دوی نظام ړنګ شي.

دا لومړنی کس نه دی، چې دتالبانو پر سرپرستې کابینې نیوکه لري بلکې د تالبانو له راتګ سره سم افغان ولس او نړیوال د تالبانو کابینه یواځې د دوی په خوښه بولي او ټول ادعا کوي، چې دا کابینه ټولشموله نه ده.

دا نیوکې داسې مهال کېږي، چې تالبان لاهم هېڅ هېواد په رسمیت نه پېژني او که همداسې دوام ولري ښایي هېڅ هېواد یې په رسميت ونه پېژني.

بل لورته د تالبانو د حکومت رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند هم په یوه پيغام کې غږیز پيغام ویلي، چې نږدې شل ورځې کېږي، چې پېغمبرص ورته په خوب کې راځي او ورته وایي چې ملت دې اصلاح کړه.

د هغه په خبره، دی په خوب کې ویني، چې پېغمبرص خفه وي او دی فکر کوي، چې ښایي په اوسني حکومت کې مفسدین ډېر شوي او پکار ده، چې د تالبانو لیکې تصفیه شي.

Comments are closed.