The news is by your side.

پاکستان له افغانستان سره د هند مرسته نشي زغملی

خبریال وېب پاڼه: پاکستان له هند سره خپله دښمني افغانستان سره پر شوې بشري مرستې پالي.

یاد هېواد لا هم د هند زرګونه ټنه غنمو ته افغانستان ته د لېږد اجازه نه ده ورکړې.

هندوستان ټایمز لیکي،سره له دې چې پاکستان له دې وړاندې ژمنه وکړه چې د هند غنمو ته به اجازه ورکوي خو پر خپلې ژمنې یې لا عمل نه دی کړی.

سرچینې د هند په بهرنیو چارو وزارت د یوې سرچینې له قوله ویلي، چې دمګړی زرګونه ټنه غنم په بندري سیمه کې افغانستان ته د لېږد لپاره په انتظار دی، خو پاکستان یې د لېږد مخنیوی کوي.

د سرچینې په حواله په دې محموله کې درمل او نور خوراکي توکي هم شته، خو پاکستان یې پر وړاندې بېلابېلې بهانې لټوي.

د یادونې ده چې پاکستان داسې مهال دغه غنمو ته د لېږد اجازه نه ده ورکوی، چې تر دې وړاندې یې په ځلونو ژمنه کړې وه، چې هند ته اجازه ورکوي چې خپل پنځوس زره ټنه مرسته شوي غنم افغانستان ته ورسوي.

شنونکي بیا دا د پاکستان حکومت کمزوري بولي.

دوی وایي پاکستان تل خپل کمزوری دریځ ښکاره کړی او پر افغانستان یې د خوراکي او بشري مرستو برخه کې فشارونه وارد کړي دي.

شنونکي وایي تالبانو ته په کار ده، چې له پاکستان سره د دې مرستې د اجازې په اړه جدي خبرې وکړي، هغه څه چې د دوی په باور ښآيي تالبان دا جرات ونشي کړای.

Comments are closed.