The news is by your side.

تالبانو پوتين ته په مهم ځواب ورکړ

خبريال ويب پاڼه/ روسيې او تاجکستان دواړو افغان پولي ته نږدې پوځي اقدامات او چمتوالي زيات کړي او د پوتين ليدنه د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان سره ترسره شوه او ډ افغانستان څخه يې د يوه ګواښ په څېر اندېښنه څرګنده کړه.
روسيې خبر ورکړی چې د تاجک ځواکونو د تجهيز لومړۍ مرحله پوره شوه خو بیاهم روسیې خپله اندیښنه له افغانستانه څرګنده کړه.
پرهمدې مهال تالبانو د ویلادیمیر پوتین اندېښنه بې ځايه بللې او سخت ځواب يې ورکړی دی.
د تالبانو د مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني تازه خبرو کې د پوتين خبرو ته لوی عکس العمل ښودلی او له افغانستانه دوی ته د نا امنۍ پېښېدلو په هکله يې ويلي چې پوتين دي بې ځايه اندېښنه نکوي.
سمنګاني وویل چې افغانستان هيچا ته خطر نه پېښوي او په دې هکله د پوتين اندېښنه بې ځايه ده.
هغه‌ وويل اوس افغانستان کې امنيت تأمين دی او. د دې هېواد له خاورې څخه هيچا ته ګواښ نه دی موجود، ځکه نو په دې هکله بايد هيڅوک اندېښنه ونلري.
تالبانو په خپل راتګ سره چې پر افغانستان يې ولکه ټینګه کړې څو ځله نړۍ ته ډاډ ورکړی چې ډ افغانستان خاوره به د هيڅ يوه هېواد پر ضد استعمال نه شي او دې برخه کې تالبان پوره ژمنتیا لري.
روسیې د تالبانو له واکمنۍ را په دې خوا تاجکستان د افغانستان سرحد ته نژدې پوځي اډې جوړې کړې او د اندیښنو په څرګندولو سره يې وويل چې خپله يوه پوځي اډه نوره هم قوي کړې او ورته يې ۳۰ اضافي زغروال ټانکونه استولي او ځای پر ځای کړي.
روسیه فکر کوي چې منځنۍ اسيا او روسيې ته له افغانستانه د داعش ډلې خطر متوجې دی او دوی د دې خطرونو سره د مبارزې لپاره اوس لا چمتوالی نیسي، ترڅو داعش منځنۍ اسيا او آن روسیې ته ځان و نه رسوي او دوی ته خطر پيښ نه کړي خو تالبانو داعش سره د مبارزې خبره کړې او دا ګواښ يې ډير لوی نه دی بللی.

Comments are closed.