The news is by your side.

تالبانو له پلچرخي زندان نه عمرخوړلي او ناروغ بندیان خوشې کړل

خبریال وېب پاڼه: عام خلک وایي، تالبان د ډېر منفي کړنو سره سره کله نا کله انسانیت ته درناوی هم کوي.

یادې ډلې تازه له پلچرخي زندان څخه یو شمېر هغه زندانیان خوشې کړل، چې عمرخوړلي او یاهم روغتیایي وضعیت یې خراب و.

د تالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د پلچرخي له زندان څخه لس ناروغ او عمرخوړلي زندانیان یې خوشې کړل.

سرچینې زیاته کړې، چې شر جوړونکي د هېواد او ولس د بې ثباتۍ لامل کېږي او دوی مکلف دی، چې هغوی د شریعت په رڼا او د حدودو په اډانه کې مجازات او توقیف کړي.

تالبانو وروسته له هغې دا زندانیان خوشې کړل، چې تازه د ا.ا د قطر دفتر غړي سهیل شاهین ویلي، چې په اسلام کې حاکمان د خلکو خدمتګاران وي.

هغه پر خپل ټویټر لیکلي، چې په اسلام کې حاکمان د خلکو پر زړونو واکمني کوي نه د هغوی پر اوږو.

نوموړي زیاته کړې ده چې د خلکو پر زړونو واکمني د دوی اصلي هدف دی او هڅه کوي، چې دا مسئله په حقیقت بدله کړي.

تالبان داسې مهال د ولس پر زړونو د پاچاهۍ دعوې کوي، چې د دوی ځواکونه د عمومي عفوې سره سره هیچاته درناوی نه کوي او د تېر حکومت پوځيان په یوه او بله بهانه ځوروي.

تېره ورځ هم تالبانو د تېر حکومت د اردو یوه قومندان شکنجه کړی،چې دې چارې ولس سخت ناهیلی او له تالبانو کرکجن کړی دی.

Comments are closed.