The news is by your side.

خوستي سوداګر؛ له مېلیونونه افغانیو مالي زیان سره مخ دي

خبریال وېب پاڼه: د خوست ولایت سوداګر له تالبانو غواړي، چې د تالبانو حکومت دې له هېواده د جلغوزیو د د صادراتو لارې پیدا کړي.

سوداګر وايي، که په وخت یې جلغوزي بهرنیو هېوادونو ته صادر نشي، خرابېږي او په ملیونونو افغانۍ زیان به ور ورسېږي.

دوی هیله ښودلې چې تالبان به دې برخې ته پام کوي او دوی به له دې زیان نه ژغوري.

دا په داسې حال کې ده چې د تالبانو په راتګ سره افغانستان کې سوداګري سخته زیانمنه شوې او ډېری سوداګر په دې هڅه کې دي، چې خپله پانګه راټوله او له هېواده ووځي.

بل لورته بیا تالب چارواکي وايي، ژر یه دوی د دې ستونزې د حل لار پیداکړي.

د یادونې ده چې د هېواد په نهه ولایتونو پکتیا، پکتیکا، خوست، کونړ، نورستان، لغمان، کاپیسا، کابل او لوګر کې هر کال جلغوزي ښه حاصلات ورکوي او له دې ځایه بیا بهرنیو هېوادنو ته هم صادرېږي، چې نړیوال بازار یې هم ښه ګرم دی.

Comments are closed.