تازه: پر پاکستاني پوځیانو خونړی برید؛ ۳ تنه یې هلاک شول

خبریال وېب پاڼه: تازه بلوچ بېلتونپالې ډلې پر پاکستاني پوځیانو خونړی برید کړی دی.

دا برید د بلوچستان په کېچ ولسوالۍ کې شوی دی.

د یادې ډلې ویاند جنید بلوچ، دوی د بلوچستان په کېچ ولسوالۍ کې پر پاکستاني پوځیانو خونړی برید کړی، چې پرمهال یې دوی ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.

سرچینه وایي، چې په دې برید کې ۳ پاکستاني پوځيان هلاک شوي او ۵ نور مرګونې ټپيان دي.

جنید بلوچ د برید مسؤلیت منلی دی.

هغه ویلي، چې دوی په دې خونړي برید کې د پاکستان ایف سي ځواکونه ښکار کړل او سخته مرګ ژوبله یې ورته واړوله.

جنید بلوچ  د دغه ډول بریدونو پر دوام ټینګار وکړ.

دا برید داسې مهال ترسره کېږي، چې د رسنیو د راپورونو له مخې سږکال په پاکستان کې د بلوچستان ایالت د پاکستاني پوځیانو لپاره د هلاک کېدو تر ټولو خونړۍ سیمه بلل شوې او په همدې سیمه کې پاکستاني پوځيانو ته ډېر زیان اوښتی دی.

د سرچینو د راپورونو له مخې روان کال په بلوچستان کې پر پاکستاني پوځيانو ۲۶۰ خونړۍ حملې شوي، چې د تېر کال په پرتله په سلو کې ۸۹ سلنه ډېروالی ښيي.

د رسنیو د معلوماتو له مخې په یادو ترسره شویو ۲۶۰ خونړیو بریدونو کې تر ۱۳۸ پاکستاني پوځيان، چې د دوی مهم غړي هم په کې شامل دي هلاک شوي او تر ۴۲۱ نور یې مرګوني ټپيان شوي دي.

 په روان کال کې په ایف سي تر ټولو زیات ۱۰۵ بریدونه شوي، چې پکې۷۴ کسان وژل شوي او ۱۴۹ نور ژوبل شوي دي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

instagram volgers kopen volgers kopen buy windows 10 pro buy windows 11 pro