The news is by your side.

شیعه ګان وایي؛ تالبان دې زموږ مذهب په رسمیت وپېژني

خبریال وېب پاڼه: په افغانستان کې د شیعه‌ ګانو یوې ډلې له د تالب له حکومت نه غوښتي، چې شیعه مذهب په رسميت وپېژني او حقونه يې خوندي کړي

.یادې ډلې په یوه خبرپاڼه کې له تالبانو غوښتي، چې د شيعه ‌ګانو مدني، سياسي، اقتصادي، ټولنيز، کلتوري، سياسي حقونه او د بيان ازادي خوندي کړي.

سرچینې زیاته کړې، چې دا د شيعه وګړو عمومي غوښتنې دي او تالبان باید دې ته پام وکړي.

دوی وایي، هڅه کوي، چې په يوه رسمي ناسته کې هم دا ټولې غوښتنې له تالب چارواکو سره شریکې کړي.

دا خبرپاڼه وروسته له هغې خپرېږي، چې د تېرې یک شنبې په ورځ د بېلابېلو ولايتونو شيعه وګړو د تالبانو د لومړي وزير له مرستيال عبدالکبير سره ولیدل.

په دې لیدنه کې د تالبانو رییس‌الوزرا مرستیال شیعه وګړو ته ډاډ ورکړ ، چې د هېواد ټول قومونو ته به په نظام کې برخه ورکړي.

هغه ټینګار کړی، چې د شیعه ګانو غوښتنو او وړاندیزونو ته رسیدنه او د حل لپاره به یې جدي هڅې کېږي.

شیعه ګان داسې مهال له تالبانو د خپل مذهب په رسمیت پېژندنې غوښتنه کوي، چې بل لورته دوی تر اوسه هېڅ هېواد په رسمیت نه پېژني.

تالبان خپله اوس په دې هڅه کې دي، چې نړیوال یې په رسمیت وپېژني خو لا بریالي شوي نه دي.

نړیوال وایي، تر هغه چې تالبان د افغان وګړو هر ډول حقونو ته درناوی ونکړي دوی به یې په رسمیت ونه پېژني.

Comments are closed.