The news is by your side.

تالبانو پاکستان رد کړ، د ازغزن تار په هکله د تالبانو نوی دریځ

خبریال ويب پاڼه/ پاکستان له تالبانو سره په ګډه پر ډيورنډ لاین باندې د اغزن تار لګولو پروژه پای ته ورسوي.
‌د‌ پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد په خپلو خبرو کې وویل چې پر ډيورنډ کرښه باندې به له تالبانو سره په تفاهم د اغزن تار لګولو پروسه پای ته رسیږي ځکه دوی له تالبانو سره هوکړه کړې
د شيخ رشيد احمد له دې څرګندونو وروسته پرتالبانو انتقادونه زيات شول او له دې ډلې څخه افغانانو وغوښتل چې داسې و نه کړي.
ايله نن تالبانو د افغانانو ږغ واوريد او د پاکستاني وزير شیخ رشید احمد خبرو ته يې غبرګون وښود.
د تالبانو رژيم له کابل څخه خبرداری ورکړی چې پر ډيورنډ کرښه باندې د اغزن تار لګولو په هکله د کابل او اسلام اباد ترمنځ هيڅ ډول توافق نه دی شوی.
تالبانو په دې وروستیو کې له پاکستان سره د سرحد پر سر خپلې اړیکې زيانمنې کړې دي او پاکستان هم وايي چې دوی زمونږ سره داسې کوي بيا ولې همکاري ورسره وکړو.
د پاکستان د سنا يوه غړي له حکومته د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د اغزن تار لګولو او له تالبانو سره د پاکستاني دولت د جنجال مالومات وغوښتل هغه وویل دا چې تالبان ډ ډيورنډ فرضي کرښه په رسمیت نه پیژني نو بیا ولې پاکستان ورسره مرسته وکړي؟
د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستاني ملېشه وو او تالبانو ترمنځ ترينګلتيا وي رامنځته شوې چې تراوسه پوري کره مالومه نه ده چې ايا دا موضوع به خلاصه شوې وي يانه خو دومره باور پاکستان ترلاسه کړی چې تالبان هم د نورو دولتونو په څیر ډيورنډ لاين په رسميت نه پيژني چې په دې سره يې پاکستان په قهر کړی او دواړه لوري يو پر بل ګذارونه کوي
پاکستان پر تالبانو د خپل نفوس د لرلو له امله هيله درلوده چې د ډيورنډ لاين موضوع تر يوه حده وشاربي او يو څه ګټه وټه په لاس راوړي خو ډ تالبانو جديت هغوی مايوسه او ناهيلي کړل

Comments are closed.

koi finance