جمهوریت تالبانو که اشرف غني سقوط کړ؟

خبريال ويب پاڼه/ ۱) د افغانستان ټولنه عنعناوي او مذهبي ده غني چې څنګه دواک پر ګدۍ کښیناستی لومړی کار یې دا وکړ چې دسپینږیرو او علماو پر مخ یې خپلې دروازې وتړلې، دافغانستان دمشرانو چارې څو اوباشو ځوانانو ته وسپارلې چې هغه بیخي دوطن له فرهنګ او مذهب سره بلد نه وه.
۲) له بده بخته باید ووایو چې غني دافغانستان په تاریخ کې تر ټولو درواغجن ولسمشر وه؛ په هیڅ هغه خبره یې عمل نه ده کړی چې ولس ته یې کړې ده.
کله چې به کندهار ته ولاړی له خلکو سره به یې ژمنه وکړه چې کندهار ته به برق جوړیږي خو دغني په دوره کې دکندهار ټولي فافریکې دبرېښنا له نشتونه وتړل شوې.
خو کله به چې ننګرهار ته ولاړی عینآ ژمنه به یې وکړه آن ویل به چې له دې لارې به هندوستان ته برېښنا لېږدو خو ننګرهار تر اوسه برق نلري.
په هر ولایت کې یې ژمنه کړې خو عمل یې نه دی پرې کړی.
۳) اشرف غني د اسلام مبارک دین څخه هیڅ خبر نه وه، کله به یې ویل چې امام حسن او امام حسین دخدای پاک لمسیان دي، کله به په لمانځه کې د رکوع پر ځای سجدې ته ولاړ؛ د نوموړي له دې حرکاتو معلومېده چې له دین او عبادت سره ډېر نابلد دی.
دا چې افغانستان ټولنه مذهبي او محمدي ده د ولسمشر دې غیرنارمل حرکتونو دخلکو نفرت راوپاروی.
۴) اشرف غني نهایت ځان خوښی پر ځان میین انسان وه، څو فاسق هلکان پر راټول وه ټوله ورځ به یې دنوموړي صفت ورته کوی، ولسمشر هم د هر څه اختیار ورکړی وه،دې پردو اوباشانو دولسمشر د ضعف له نقطې په ګټې اخیستنې دولایت او قومندانۍ څوکۍ خو پرېږده؛ آن دولسوالیو څوکۍ یې په پیسو خرڅولې.
۵)سره له دې چې اشرف غني ځان ملت ته په سپین چرګ تېر کړی وه؛ خو په حقیقت چې سخت خاین وه هغه ځکه چې ټول لوی قراردادونه خپل خېښ او خاله ته ورکړي وه هغو به دسل پیسو جنس په زر راوړی زور به یې دافغان ملت تر بودیجه وتلو، آن تردې چې خبره بیخي رسواي ته راووته خلکو به پر واټونو په لوی خط لیکلي وه (زموږ دټلیفون پیسې مه غلا کوئ)
داده ټلفون پیسې اجمل غني او رولا غني سره غلا کولې.
۶) له بده بخته پر اشرف غني د روښان فکرۍ په نوم بیخي فاحشته کړۍ دا چاپېره وه، خلاقي فساد تردې حده په دې خلکو کې ډېر شوی وه چې آن پر فضلي چې دولسمشر رواني ډاکټر وه په خواله رسنیو کې خلکو پرې د ملالنډي نوم پر کېښودی.
ملالنډی یو په اخلاقي فساد ککړ ملا وه په رسنیو مشهور وه؛ دهغه ملا نوم یې فضلي ته غوره کړ.
۷)دمحب په نوم یې یو دامنیت شورا ستر سلاکار وګماری؛ محب چې فعالآن وایي دپاکستان داستخباراتو مهمه مهره وه، په بهر کې یې څو ملاکاتونه دپاکستان دفوځ له مشر سره وکړو؛ له هغه وروسته ولایتونه یو په بل پسې ونړېدو (سقوط) شو.
دافغانستان درې لکه اردو جوړ سیستم، بشري انرژي دفعالآنو په اند محب په میلیونونو ډالرو وپلورل.
۷) اشرف غني هیڅ بنیادي کار د افغانستان لپاره نه ده کړی دحمید کرزي د دورې څو اساسي پروژې نیمګړې پاته وې، د اشرف په دوره کې یې کار بشپړ شو؛ اشرف غني هغه پردي کارونه پر ځان تاوان کړو دا رنګه یې غوښتل په ټولنه کې محبوبیت تر لاسه کړي.
بل اخِره ددې ټولو خیانتونو او غیري نارمل حرکتونو دنظام نوم بد کړ خلکو له حکومت سره اړیکې وشکولې؛ جنګ زور واخیستی طالبان د کابل تر دروازې راورسېدو اشرف غني او څو پرديپال چې له نوموړي سره راغلي وه، په طیاره کې سپاره شو له افغانستانه وتښېدی جمهوریت سقوط شو.
اشرف غني به ویل چې امان الله خان له ملکه وتښتېدی زه له هېواده نه تښتم دا خبره یې هم اخِر درواغ ثابت شوه اشرف غني وتښتېدی.
وروسته رسنیو وویل چې اشرف غني د تېښتي په وخت کې په میلیونونو ډالر له ځان سره یووړو.
دا عمل ددې بحث شو چې اوس لویه برخه افغانان اشرف غني ته ملي خاین وایي.
دغني بې ظرفیتۍ جمهوریت سقوط کړ.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More