The news is by your side.

په لومړي ځل يو تالب چارواکي د تير حکومت د کارکوونکو صفت وکړ,

دا به لومړی ځل وي چې يو تالب چارواکی د تير حکومت کارکوونکي ښه بولي او د خلکو زړونه خوښوي.
په پکتیا کې يو تالب چارواکي په خپلو خبرو کې د تير حکومت د کارکوونکو صفت وکړ او هغوی یې وطن دوستان وبلل.
مولوي انور شاه چې تازه يې د دی ولايت د بریښنا د رئيس په توګه دنده پيل کړې وويل چې د تير حکومت کارکوونکي مسلکي وطن ته ژمن او پاک خلک دي.
ده د تالبانو د حکومت بريا د تير حکومت د مسلکي کدرونو په ګمارنه کې ده.
هغه په خپلو خبرو کې ټولې ولایتي ادارې ته وويل چې ورسره د څو ولایتونو ځوانان په اداره کې کار کوي خو تر اوسه يې د يوې روپۍ د‌ فساد څرک نه دی پرې پیدا کړی هغوی پاک او مسلکي خلک دي.
په لومړي ځل د يو ولايت محلي تالب رييس داسې څرګندونې کوي، که چيري هر تالب‌ چارواکی له تعصب څخه لاس واخلي او د ټول افغانستان وګړي يو شان وبولي باور پرې وکړي او ګډ کار وکړي نو د ولس او تالب ترمنځ اوسنی ليري واټن به کم شي او هیواد به خپل مسیر پر بريا سيخ کړي.
د تالبانو هغه ايډيالوژي چې د تير حکومت هيڅ کس ته به په نظام کې اجازه ورنکړي د هلاکت يوه پديده ده چې تالب به د څه وخته وروسته تر يوه لوی کړنګ وغورځوي.
تالب اوس تړل شوی يا به ښه حکومتداري جوړوي هرچا ته به خپل حقوق ورکوي او يا به يې ريښه خيژي نو د ده انتخاب دی.
که تالب دا ځل هم يوازي د خپل ځان مني نو دا سر زوري به یې حتمي په هلاکت تماميږي.
که د تالب په وزير، رئيس او نورو مسولينو کې د مولوي انور شاه غوندي څو ايډيالوژي والا کسان پيدا شي نو دا ډله به له ستونزو خلاصه او د يوې ښې حکومتولۍ پر لور به یې قدم ايښی وي او که بياهم د ده انتخاب يوازي ملا وي نو یوازي دا وينا چې دا هېواد د ملا نه دی بسنه کوي.
تالبان د اګست پر ۱۵ نېټه باندي پر افغانستان واکمن شول او له هغه را وروسته که څه هم دوی عمومي عفوه اعلان کړې خو بيا هم د تير حکومت يو شمېر نظاميان وهل کيږي بنديان کيږي او ان وژل کيږي چې دا حالت د خلکو لپاره زورونکی تماميږي

Comments are closed.