The news is by your side.

تالبان هڅه کوي د تعلیم برخه کې د عمران خان خبرو ته عملي جامه واغوندي

خبریال وېب پاڼه: د طالبانو د قطر دفتر ویاند نعیم وردګ په خپله وروستۍ مرکه کې د عمران خان د خبرو د عملي کولو هڅه کړې ده.

هغه ویلي، چې دوی د نجونو د زده کړو مخالفت نه دي؛ خو په خبره يې په جنوبي ولایتونو کې د خلکو د حساسیتونو له کبله د نجونو ښوونځي تړلي.

هغه ویلي، یو شمېر هغه ولایتونه، چې پښتانه پکې مېشت دي وروسته پاتې وبلل او زیاته یې کړه، چې پښتانه خپله نه غواړي، چې خویندې او لوڼې یې زده کړې وکړي.

دنوموړي په خبره، د نجونو له ۱۴ کلنۍ څخه د عمر پورته کېدل یو بل پړاو دی او باید په دې مرحله کې ډېر احتیاط وشي.

نعیم وردګ داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې له دې وړاندې په اسلام آباد کې د اسلامي همکاریو د سازمان په غونډه کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان افغانستان کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو تړل کېدل د افغانانو کلتوري مسله بللې وه، چې له سختو غبرګونونو سره مخ شو.

خو هغه مهال هم تالب چارواکي د عمران خان خبرې بابېزه وګڼلې.

هغه مهال د تالبانو د بهرنیو چارو وزیر متقي ویلي وو، چې دا دعمران خان خپل نظر دی او دوی یې هېڅ پروا نه کوي.

اوس هم د عام ولس او د نظرخاوندانو باور دا دی، چې طالبان وار په وار د عمران خان خبرو ته د عمل جامه ور اچوي او هڅه کوي د هغوی فرمایش پرځای کړي.

څو ورځې وړاندې د کوزې پښتونخوا یوه مشر هم په ټینګار سره ویلي وو، چې تالبان په افغانستان کې یو سمبولیک رول لري او ټول واک یې په اسلام اباد کې دي.

Comments are closed.