ملا هیبت اخند د عفوي فرمان په نه عملي کولو له تالبانو خفه او نوې پريکړه کړې
خبريال ويب پاڼه/ تالبانو په خپل راتګ سره د شيخ هيبت الله هغه فرمان چې د تير حکومت ټول نظامي او ملکي کارکوونکو ته په کښي عفوه شوې ترلاسه کړ.
که څه هم ملا هیبت الله اخند تر اوسه پورې نه دی ښکاره شوی خو د عفوې د فرمان په ګډون يې ګڼ شمېر فرمانونه تر اوسه صادر کړي.
داځل له تالبانو خپل مشر خفه شوی ځکه د ده امر يې نه دی منلی.
د تالبانو مشر ملا هیبت الله اخند په تعقیبي پيغام کې له تالبانو او ټولو نظامي مسؤلینو غوښتي چې د عفوې فرمان ته دي درناوي وکړي.
د قطر دفتر وياند ډاکټر محمد نعيم د دې خبر پخلی کړی او د شيخ هيبت الله د نوي امر يې ويلي.
شيخ هيبت الله ويلي چې نظامي مسؤلینو او ټول تالبان دي د عفوې فرمان ته درناوی وکړي او د تير نظام کار کوونکو ته دي په بيلو بيلو نومونو سزا وي نه ورکوي.
شيخ هيبت الله زياته کړې چې عمومي عفوه اعلان شوې او څوک د دې حق نلري چې چاته سزا ورکړي.
د تالبانو مشر ويلي افغانستان د ټولو ګډ کور دی او هرڅوک پکښې په ازاده توګه ژوند کولای شي هغه وويل سيمه ييز مسولین ديني عالمان او نور دي هغه کسانو ته چې له هېواده وزي قناعت ورکړي او له بهر تلو دي را وګرځوي.
د تالبانو مشر پر داسې حال دا څرګندونې کوي چې تالبانو په ټولو ولايتونو کې د تير حکومت نظامي او يو شمېر ملکي کسان سخت شکنجه کړي زنداني کړي او ان وژلي دي، د کابل د يوې حوزې تالبانو د پخواني حکومت د کنډک يو مشر سخت شکنجه کوي چې ویډیو يې پر ټولنيزو رسنيو خپره شوې له دې ویډیو وروسته عامو خلکو بشري نهادونو سخت غبرګونونه ښودلي او د تالبانو دا ډول عمل يې غندلی په ورته وخت کې يو شمېر تالب سرچينو بیا ويلي چې هغه تالبان چې دا عمل يې ترسره کړی نیولي او پوښتنې ترې روانې دي.
Comments are closed.