تاجکستان او ازبکستان د افغانستان نظامي چورلکې نه ورکوي
خبریال وېب پاڼه: رویټرز په يوه خپاره کړي ځانګړي راپور کې ویلي، چې ازبکستان او تاجکستان غواړي له افغانستان څخه ورغلې نظامي چورلکې بېرته افغانستان ته ورنکړي.
سرچینې ویلي، چې دا نظامي چورلکې د کابل د سقوط پر مهال ورغلې وې.
رویټرز په خپل راپور کې ویلي، چې یادو هېوادونو له له امریکا غوښتي، چې ځینې دغه الوتکې له ځانه سره وساتي.
سرچینې د امریکایي چارواکو له قوله ویلي، چې د امریکا لا په دې تړاو پرېکړه نه ده کړې.
روېټرز په خپل راپور کې زیاتوي، چې امریکا به د یادو هېوادونو غوښتنې وڅېړي او وروسته به په دې تړاو پرېکړه وکړي.
د یادونې ده، چې د جمهوریت د سقوط پر مهال افغان پیلوټانو ګڼ شمېر نظامي الوتکې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ازبکستان او تاجکستان ته ور وړې وې.
له یادو الوتکو ځینې یې لاهم په دې هېوادونو کې ساتل شوې دي.
تالب چارواکو لا په دې تړاو غبرګون نه دی ښودلی او نه هم دا ثابته شوې، چې ولې یاد هېوادونه تالبانو ته چورلکې نه ورکوي.
Comments are closed.