The news is by your side.

غني: د تېښتې فکر هم راسره نه وو، دا ناڅاپي پرېکړه وه

خبریال وېب پاڼه:پخواني ولسمشر محمد اشرف غني له بي بي سي سره په مرکه کې له ډېروخبرو پرده پورته کړه.

هغه وویلي:

«حمدالله محب راته وویل، چې پي پي اېس قطعه له منځه تللې او که مقاومت وشي ټول وژل کېږو.»

نوموړي په خپله مرکه کې زیاته کړې، چې له کابل نه د تېښتې فکر هم ورسره نه وو، خو په خبره یې دا نا څاپي پرېکړه وه.

محمد اشرف غني زیاتوي، چې له افغانستان څخه زما وتل دومره ناڅاپي و، چې ما هیڅ فکر هم نه کاوه.

نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه: « د خبرو اترو لپاره هېڅ فرصت نه وو چې له تالبانو سره مستقیم وګوري. خلیل زاد له هغوی سره کېناست او خبرې اترې امریکایي شوې.»

غني زیاتوي، که دی په کابل کې پاتې وای هېڅ بدلون به نه وو رامنځته شوی.

نوموړی وروسته له هغه دا خبرې کوي، چې څو ورځې وړاندې د نړۍ د مفسدو کسانو په لېست کې دوهم نوم راغلی دی.

Comments are closed.