The news is by your side.

غني: محب رښتيا هم وېريدلی وو، دوه دقيقې دمه نشو د مرکې جزيات

خبريال ويب پاڼه/ غني له بي بي سي سره تازه څرګندونو کې ويلي چې ده ته محب درواغ ويلي.
حمدالله محب اشرف غني ته ويلي چې بايد له کابل څخه ووزي ځکه چې ده ته خطر مواجې دی.
کله چې تالبان کابل ته نژدې کيږي نو ورسره سم دې ښار کې حالت هم خرابيږي.
غني وويل په وروستيو شېبو چې حالت نور هم خراب شو حمدالله محب او د پي پي ايس مشر راته راغلو او ويې ويل چې پي پي ايس له منځه تللی او که چيري مقاومت وشي نو وژل کيږو.
غني زیاته کړې که چيري په کابل کې پاتي شوی وای نو هيڅ بدلون به نه وای راغلی.
ولسمشر غني وویل چې له کابله د ده د تلو پريکړه ناڅاپي وه، ما هيڅ فکر نه کاوه چې له کابله ووځم.
ده زياته کړه چې د کابل د سقوط عوامل پر بهرنیانو باندې د دوی باور وو.
پخواني ولسمشر اشرف غني دا په ډاګه کړه چې د سقوط تر شاه په حتمي ډول د حمد الله محب يوڅه شته.
حمدالله محب د افغانستان په تیر حکومت کې پر مهمه څوکۍ ګمارل شوی کس خو د افغان دولت د سقوط لامل او د فساد تر ټولو مخکښه څېره وه.
د اګست مياشتې کې تالبانو د د افغانستان زيات شمېر ولايتونو په نيولو سره کابل ته ننوتل او له دې سره اشرف غني له هېواده پښې سپکې کړې.
غني وويل چې محب په وروستيو شېبو کې حتی ډارن محب دوې دقيقې وخت‌ رانکړ چې پاتي شو بيا ټول و تښتيدو.
تراوسه پورې د افغانستان بد وضعيت کې کرار لري داسې راپورونه هم د غني له تيښتې وروسته ورکول شول چې نوموړي په الوتکه کې پنځه څلويښت ميليونه ډالر هم له ځان سره غلا کړي او وړي دي.
غني وروسته له هغه د مرکې کولو پريکړه وکړه چې تازه د يو نهاد له لوري د نړۍ د فاسدو شخصيتونو په ليست کې په دويم مقام کې راغلی.

Comments are closed.