The news is by your side.

د تالبانو یوه وزير له چين څخه مهمه غوښتنه وکړه

خبريال ويب پاڼه/ د تالبانو یوه وزير له چين څخه غوښتنه کړې او ويلي یې دي چې بايد له افغانستان سره کار وکړي.
‌د تالبانو د کانونو او پطرولیم وزارت له چين سره د اړيکو او کانونو په هکله تازه څرګندونې کړې.
د تالبانو د کانونو او پطرولیم وزارت سرپرست مولوي شهاالدين دلاور وويل چې ډير ژر به د کانونو د شفاف استخراج چاري پيل شي دلاور زياته کړه چې دا پروسه به خورا شفافه او ښه وي.
هغوی له چين څخه د لوګر د مس عینک کان د کار د ژر پيلیدو غوښتنه کړې ده.
مولوي دلاور وويل چې دوی له چين څخه هم په دې برخه کې غواړي چې د پخواني سره د ترسره شوې هوکړې پر بنسټ د مس عينک کان د استخراج چاري پيل کړي.
د افغانستان په لوګر ولايت کې د مسو ستر کان مس عینک چې د نړۍ له سترو مسي کانونو څخه شمیرل کيږي د استخراج هوکړه يې له چين سره لاس ليک شوې چې تراوسه پوري يې استخراج نه دی پیل شوی.
د افغانستان له کانونو استفاده دا هېواد د نړۍ له بډايه هېوادونو څخه شمېرلې شي خو تراوسه پوري دې ته زمینه نه ده برابره شوې چې د افغانستان کانونه استخراج او د دې هېواد غريب هېواد پرې هوسا شي کتوونکي وايي که افغانستان کې داسې يو حکومت راشي چې د دې هېواد زیرمې را وباسي نو سمدستي کيدلی شي چې د افغانستان وضعیت او اقتصاد ښه شي.
چين او تالبان‌
يوازينی هېواد به چین وي چې په اوس وخت کې یې نو تالبانو باندې باور کړی او غواړي ورسره ښې اړيکې ولري د‌ افغانستان سره د چين پخوانۍ اړيکي هم د پام وړ وې خو دا چې دوی له تالبانو سره څه کول غواړي مالومه نه ده
تالبانو فکر کاو چې چين به زیاتي مرستې ورسره وکړي خو چين يوازي افغانستان سره يو ميليون ډالر‌مرسته وکړه.

Comments are closed.