The news is by your side.

د ډاکټر صېب اشرف غني په خبرو کې خبرې!

خبريال ويب پاڼه/ د ډاکټر صېب په خبرو کې ډېرې خبرې دي او تر هغې به ياديږي چې د دوى دويمه مرکه ونه شي او د دې لومړۍ مرکې ځاى ونه نيسي ځکه چې په دې مرکه کې ځينې خبرې داسې دي چې په بدلولو او سمولو، دواړو ارزي.
ولې که په توده کې له نورو خبرو تېر شو او يو څو خبرو ته ېې تم شو نو هم پرې يوڅه وېلى شو د دوى له دې څو خبرو نه خو داسې ښکاري لکه ډاکټر صېب ته چې هم ټول افغانستان ايله په ايله تر کابله پورې لنډ تنګ او محدود ښکارېده په داسې حال کې چې د تېرې نيمې پېړۍ نه د افغانستان ستونزه په دې کې ده چې له کابله د باندې افغانستان، هېڅ ولسمشر افغانستان نه دى ګڼلى!
او- ورسره ټول په دې هم پوهيږي چې کابل په يواځې سر افغانستان نه دى ولې کابل په افغانستان کې دى او دافغانستان برخه ده.
ډاکټر صېب وايي: کابل مو ځکه بې جګړې پرېښوده چې کابل ورانېده!
ښه نو چې کله په هلمند او کندهار او زابل او غزني او کندز او کنړ او غور باندې اور ورېده نو هغه نه ورانېدل او که نه د هغو ولايتونو خاوره د افغانستان خاوره نه وه؟ او يا د هغو ولاېتونو خلک افغانان نه وو چې په مېاشتو او کلونو پرې ړندې بمبارۍروانې وي!!
کاش که چا ښاغلى ډاکټر غني پوښتلى وې چې ډاکټر صېب تاسو خو يواځې د کابل ولسمشر نه وئ د ټول افغانستان د ولس درته سترګې اوښتلى نو که کابل دې د ورانېدلو له وېرې بې جنګه پرېښود نو په دې نورو ولايتونو ولې د جنګ اور بلېده؟
همدارنګه ډاکټرصېب غني وايي: زه له کابله خوست او ننګرهار ته په شا کېدلم خو راته ېې وويل چې دا دواړه ولايتونه طالبانو نيولي!
اوس پوښتنه داده چې څه له په شا کېدلى؟ دجنګ د پاره!!
نو ډاکټر صېب! په کابل کې دې جګړه نه کوله چې کابل ورانيږي خو په خوست او جلال اباد کې جګړې ته تېاروې!!
ولې خوست او جلال اباد په جګړه کې نه ورانېدل؟ او که نه هغه ولايتونه د افغانستان په خاوره کې نه وو؟ او يا هلته اوسيدونکي مو په افغانانو کې نه شمېرل؟
ددې پوښتنو تر څنګه يوه لويه پوښتنه بله ده او هغه داچې، ډاکټر صېب په خپله وايي چې دى نه وو خبر چې دده څرخي الوتکه به ېې چرته وړي دا خو دوى ته وروسته تر دې مالومه شوه کله چې الوتکې ته وخوت او پوهه شو چې څرخي اکوتکه ېې له هېواده وباسي.
يانې د ده خو دا نيت وو چې په کابل به هم جنګ کوي او نه به وځي!!
که داسې وي نو ډاکټر صېب، اوس ستاسو کومه خبره ومنو؟ دا خبره چې له کابله په پروګرام وتلي ېئ او د کابل ورانول مو نه غوښتل او که نه دا خبره چې په بې خبرۍ کې ېې اغوا کړئ او په وچ زور ېې له کابله وويستلئ دا ځکه خو په کابل جنګ ونه شو يانې دا جنګ ستاسو د بې خبرۍ د لاسه ونه شو ځکه چې که تاسو خبر وې نو بيا خو مو په کابل هم د کندهاراو هلمند په شان جنګ کولو او دا به يوه بله جفا وې چې ددې جنګ وهلي او جنګ خوړلي ولس سره به کېدله او په 2021 کال يا افغانستان د سولې د پاره د نړيوالو ځواکونو تر راتللو شل کاله وروسته به ورسره کېدله!!
نو څه تر دې به دا ښه نه وې چې له ولسمشرۍ نه مو دوه کاله وړاندې استعفى ورکړى وې او داسې يو بې پرې دولت مو منلى وى چې نه به ستاسو وې نه د طالبانو، بلکې يواځې د ملت به وې او ملت به د رڼو او پاکو ټاکنو د لارې هم هغه چا ته سپارلى وې په چا چې د دې ملت زړه اوبه څښلې او چې داسې شوى وى نو بيا کېدى شوه چې تاسو تر هغې ډېرې رائ ګټلى وې چې طالبانو يا کومې بلې ډلې ګټلې او دې کار تاسو پاتې کولئ او تر دې ېې ډېر ښه او ډېر سرلوړي پاتې کولئ تر څه چې نن پاتې ېئ!!
ډاکټر محمداکبر اکبر

Comments are closed.