The news is by your side.

پاکستان کې خونړۍ چاودنه؛ ۱۹ پاکستانیان هلاک او ژوبل شول

خبریال وېب پاڼه: پر پاکستاني پولیسو خونړۍ چاودنې ورځ نه بلې ته زور اخلي.

د بلوچستان په مرکز کوټه کې یوې بمي چاودنې څلور تنه هلاک کړي او ۱۵ نور یې مرګوني ټپيان کړي دي.

د یادې سیمې د کورنیو چارو سلاکار ضیاءالله لانګو رسنیو ته ویلي،چې تېره شپه د جناح سړک سره پر پولیسو خونړی د ریموټ کنټرول بم چاودنه وشوه.

په ورته وخت کې د کوټې د پولیسو مشر فدا حسین رسنیو ته ویلي، چې چاودنه داسې مهال وشوه کله، چې د جمعیت علمای اسلام ډلې غړي او پلویان د پېښې له ځای سره نږدې له یوې غونډې څخه کورونو ته روان وو.

سرچینو زیاته کړه، چې د برید عاملین به د قانون منګولو ته سپاري.

د برید مسؤلیت تر اوسه چا نه ‌دی منلی.

د یادونې ده چې په بلوچستان کې یو شمېر بلوچ بېلتون پالې او نورې وسله‌ والې ډلې فعاله دي او دې ته ورته د تېرو ګڼو پېښو مسوولیت یې منلی دی.

Comments are closed.