The news is by your side.

ايران: غني د خليلزاد هرڅه افشا کړل

خبريال ويب پاڼه/ د ايران د بهرنيو چارو وزارت يو لوړپوړي ډيپلومات پر خليلزاد او د سولې د موافقې په هکله سخت غبرګون ښودلی او تازه څرګندونې يې کړې دي.
رسول موسوي پر خپل ټويټر ليکلي هغه څه چې زلمي خليلزاد په افغانستان کې تر سره کړل د سولې پروسه نه بلکې د رژيم بدلون وو.
هغه وویل چې غني پوی شو چې له کومه ځايه ورته پېښه شوه، خو پر داسې وخت پوی شو چې کار تر کار تير شوی وو.
ښاغلي موسوي زياته کړه که چېرې غني فاسد هم وو، نو لامل يې امريکا ده، پر امريکا باور يو لويه اشتباه کيدلی شي.
دې ايراني ډيپلوماټ زياته کړې غني په خپلې تيښتي که پوهيدی يانه خو د خليلزاد جوړه شوې سناریو يې افشا او پلان يې ورته خراب کړ.
امريکا د خليلزاد په مشرۍ په قطر کې له تالبانو سره دوه کاله خبرې وکړې او له هغه وروسته دواړه لوري يوه توافق ته ورسیدل او هوکړه يې يو له بل سره وکړه.
کله چې د دوحې هوکړه ترسره شوه نو له هغه وروسته په افغانستان کې امنيتي حالت ورځ تر بلې سخت او ان تر دې چې افغان دولت سقوط وکړ غني هم هوکړې ته په اشارې سره وويل چې د دوحې هوکړه سوله نه بلکې د افغانستان سپارل تالبانو ته وو.
کله چې غني تیره ورځ له بي بي سي سره مرکه وکړه او امريکا يې تر انتقاد لاندې راوسته نو خليلزاد دستي غبرګون وښود او ویې ویل که غني له هېواده نه وای تښتيدلی نو هرڅه به پر ځای پاتي وای خليلزاد وويل که غني ډار شوی نه وای او تللی نه وای نو دا هرڅه نه کيدل خو غني وویل چې د پاتي کيدل د ډيرو انسانانو په وژلو سره پای ته رسيدل.
غني صالح،نبيل خليلزاد او يو شمېر نورو تازه په تازه يو د بل خبرو ته غبرګونونه ښودلي او ډيرو يې خورا پټې خبرې افشا کړې دي.

Comments are closed.