The news is by your side.

امريکايي سناتورانو د افغانستان په اړه ښه خبره وکړه

خبریال ويب پاڼه/ د امریکا شل کلن ماموريت په افغانستان کې د تيرکال اګسټ مياشت کې پای ته ورسېد او له دې سره سم افغان حکومت چې د امریکا ملاتړ ورسره وو، سقوط او تالبان واک ته ورسیدل، چې په دې سره په افغانستان کې ستونزې هم پيل او دا هېواد يې د يو بهران پر لور ټېل واهه.
اوس تازه امريکايي سناتورانو پر خپل دولت ږغ کړی چې له افغانستان سره دي مرسته وکړي او د دوی اخلاقي مسؤلیت دی، دې سناتورانو ويلي د امريکا د دولت اخلاقي مسؤلیت جوړيږي چې له افغانانو ملاتړ وکړي.
یو شمیر امریکايي سناتورانو د بلينکن له هغه اقدام چې له مخې رينا اميري د افغان ښځو په برخه کې ځانګړې استازې و ټاکله هرکلی وکړ.
امريکايي سناتورانو د افغانستان وضعیت ته اندیښنه ښودلې او له بايډن يې څخه يې د دې هېواد لپاره د لا نورو اقداماتو غوښتنه هم کړې.
امريکايي سناتورانو د امريکا پر ملاتړ له افغانانو په تيره بيا د افغان ښځو برخه کې ټينګار کړی او ويلي یې دي چې دې مسلې ته بايد جدي پام وشي.
د امريکا د سنا مجلس غړو د افغانستان اوسنی وضعیت ښه ونه باله او د امريکا خاصه پاملرنه يې ورته وغوښته.
څلور مياشتو څخه زياته موده وشوه چې په افغانستان کې جمهوريت پرزیدلی او ځای يې امارت يا د تالبانو ډلې نیولې نړۍ د افغانستان وضعیت بد تعبيروو او وايي چې ټول په ګډه بايد له افغانانو سره مرسته وکړي هغوی په دې هېواد کې د بشري او اقتصادي ناورين د رامنځته کيدو خبر ورکړی.
ملګرو ملتونو ویلي چې له افغانستان سره به ميلياردونه ډالر مرسته کوي او له بد وضعيته د دې هېواد ايستل يې مهم لومړيتوب دی.
دې ادارې وویل چې د افغانستان سره بايد نړۍ لاس په کار شي ځکه د افغانانو ژوند له ستونزو سره مخ کيږي او دا هېواد د يوه بهران پر لور حرکت کوي

Comments are closed.

koi finance