لاوروف د تالبانو رسميت پيژندنې شرط او وخت په ډاګه کړ

خبريال ويب پاڼه/ روسیه او تالبان دوه هغه نومونه دي چې اوس يو له بل سره زياته همکاري لري تالبان تر اوسه هیڅ یوه هېواد په رسميت نه دی پیژندلی خو اوس روسيې په دې هکله مهم خبر خپور کړی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف تازه څرګندونو کې د تالبانو په رسميت پيژندلو په هکله وويل چې دا به له وخت وړاندې خبره وي چې روسيه په دې هکله کوم اقدام کوي.
لاوروف د تالبانو د رسميت پيژندلو په هکله وویل دا هرڅه په حالت پورې اړه لري چې وضعيت کوم لورته روان دی.
هغه د رسميت پيژندنې وخت هم مالوم کړ او و يې ويل دا به هم مناسبه چې ووايم که هر وخت تالبانو ټولګډونه حکومت جوړ کړ،
د دې هېواد له خاورې د ترهګرۍ او مخدره موادو په څېر مسایلو سره مبارزې لړ کې خپلې ژمنې پوره کړي بيا به ګورو.
روسي وزیر دا خبرداری هم ورکړ چې دوی له ملګروملتونو سره په ګډه د تالبانو د مشرانو له تور ليست څخه د وتلو پر لور هم تدریجي حرکت کوي، او په دې سره به د افغانستان نوی حکومت په رسميت وپيژني.
ده خبرداری ورکړی چې روسيه له تالبانو سره د خپل سفارت له لارې په اړيکه کې دي.
روسیه او تالبان
يوازينی هېواد به روسيه وي چې د تالبانو يو يو ناز اخلي، روسیې د تالبانو په پلوي څو ځله پر امريکا سخت انتقادونه وکړل او دا هېواد يې په افغانستان کې په ستونزو زیاتولو باندي تورن کړ.
موده وړاندې د روسیي ولسمشر ویلادیمیر پوتین له امریکا وغوښتل چې د افغانستان کنګل پيسې ازادي کړي هغه امريکا ته د پیغور په شکل وويل چې افغانانو ته پيسې ازادي کړئ هغوی ولسې نه پرې اخلي بلکې ډوډۍ پرې اخلي.
روسیه او تالبان ان له جګړه ييز حالته تر اوسه پورې يو له بل سره ښې اړيکې لري، هغه مهال چې تالبان امريکا او افغان حکومت يو له بل سره جګړه کې ول نو امريکا پر روسیې تور ولګاوه چې د دوی ځواکونو ډ وژلو بدل کې روسیه تالبانو ته پيسې ورکوي خو روسیې هغه مهال دا تور رد کړی وو

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More