The news is by your side.

تالبان: کرکټ هېواد ته وياړ نه بلکې پيغور دی، نبي او لوبغاړو ته غبرګون

خبريال ويب پاڼه/ وروسته له هغه چې يوې ادارې د پخواني ولسمشر اشرف غني نوم د کال د فاسدو اشخاصو لیست کې راوست نو د افغانستان کرکټ لوبډلمشر محمد نبي او څو نورو کرکټ لوبغاړو د اشرف غني سره خپل ګډ انځورونه پر ټولنيزو رسنيو باندې د ملاتړ په پار خپاره کړل چې دا کار يې د تالبانو د قهر سبب شو.
د‌ تالبانو د حکومت يوه غړي، عبدالستار سعيد د نبي او نورو لوبغاړو د اشرف غني سره د خپاره کړيو ګډو انځورونو غبرګون کې وويل چې کرکټ د هېواد لپاره وياړ نه بلکې پيغور او شرم دی.
سعيد زياته کړه چې کرکټ اصلا د انګريز مستعمراتو لوبه ده نه د انګريز ماتوونکو افغانانو.
تالبان له کرکټ او نورو ملي لوبو سره چې کلونه کلونه يې هېواد ته وياړونه راوړي نه دي جوړ د دوی په راتګ د ورزش برخې ټولې برخې يا پر مخ فلج شوې او يا هم تش په نوم فعالیت کوي.
د‌ تالبانو د حکومت يو بل غړي او وياند مبين هم موده وړاندې دا ډول خبرې کړې وې چې د عامو افغانانو له سخت غبرګون سره مخ شوې او تالبانو هغه مهال وويل چې دا د مبين خپل شخصي نظر دی.
د تالبانو د حکومت په راتګ سره د کرکټ بورډ اداره کې هم ټېل ماټیل ټيل شو چې هغه مهال د کرکټ نړيوالې شورا ای سي سي هم پر دې جنجالونو سخت غبرګون وښود.
د کرکټ لوبغاړي اوس هم په نړيوالو کرکټ ډګرونو کې خپلې لوبې د ملي سرود، درې رنګه بيرغ او د جمهوريت تر لوګو لاندې ترسره کوي چې دا کار د ډيرو افغانانو د خوښۍ سبب کيږي
دا چې د تالبانو د دې چارواکي خبرو ته به عام غبرګونونه څه وي مالومه نه ده خو کرکټ اوس ه افغانانو منځ کې د یوه ملي اړزښت په توګه پيژندل کيږي او هر وخت يې ترې دفاع کړې ده
د جنرال موبين په نوم يوه بل کس هم غبرګون ښودلی دی هم د تالبانو د يوې ادارې وياند او د ټولنيزو رسنيو فعال دی هغه ویلي چې ما مخکې هم ویلي چې د غرب پر کاسه لوی شوي زموږ نه خپليږي

Comments are closed.