The news is by your side.

افغان ماشومان په تېرو ۱۶ زهرجنو کلونو کې

خبریال وېب پاڼه: د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندوق ویلي، په افغانستان کې له ۲۰۰۵ کال بیا تر دې دمه شاوخوا ۲۸۵۰۰ ماشومانو ته په جګړو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

ملګرو ملتونو ویلي، چې دې ارقامو ته په کتو دا په ټوله نړۍ کې د جګړو له امله د وژل شوو ماشومانو تر ټولو لوړه سلنه ښيي.

د د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندوق په خبره، افغانستان د پر لپسې کلونو لپاره د ماشومانو لپاره خونړی هېواد و.

سرچینې تمه ښودلې، چې له دې وروسته په دغه هېواد کې یاده شمېره صفر ته راښکته شي.

سرچینې په خپل راپور کې په ټوله نړۍ کې په تېره په جګړه ځپلو هېوادونو کې د ماشومانو د حقونو پر نقض اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده، چې سلګونه زره داسې پېښې ثبت شوې چې په هغه کې د ماشومانو حقونه نقض شوي دي.

دوی وایي له همدې امله ټولو ته په کار ده، چې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره مرسته وکړي.

د یادونې ده، چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یا یونیسف  تېره چهارشنبه هم په خپل راپور کې ویلي وو،چې د بشري ناورین د مخنیوي  لپاره نړیوالو  هڅو د افغانستان په وضعیت کې ښه والی نه دی راوستی.

دا اندېښنې وروسته له هغه ښودل کېږي چې اوس هم افغان ماشومان له سختو ننګونو سره مخ دي.

په ځینو سیمو کې د ښوونځیو نشتون،  ناچاري، بېکاري او بېوزلي هغه څه دي، چې زرګونه افغان ماشومان ترې ځورېږي.

Comments are closed.