The news is by your side.

اغبر: تالبان هېڅ مشروعیت نه لري، باید په رسمیت ونه پېژندل شي

خبریال وېب پاڼه: تاجکستان کې د تېر حکومت سفیر ظاهر اغبر ویلي، چې تالبانو افغان حکومت په زور ړنګ کړی او دا ډله په بشپړ ډول یوه استبدادي ډله ده.

ظاهر اغبر زیاته کړې، چې تالبان هېڅ ډول داخلي او نړیوال مشروعیت نه ‌لري او نه‌ باید په رسمیت وپېژندل شي.

هغه وروسته له هغې دا څرګندونې کوي، چې تالبانو پر عام ولس د محدودیتونو د عملي کولو هڅې پيل کړي.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپره شوې وېډیو کې ښکاري، چې تالب سرتېری د کابل په واټونو کې موټر چلوونکي ته د ږیرې د پرېښودلو، موسیقۍ نه اورېدلو او د دوی په وینا د بې حجابه او بې محرمه ښځو د نه لېږدولو سپارښتنه کوي.

دا هغه موارد دي چې د تالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له خوا په شپږ ماده ییزه سپارښتلیک کې راغلي وو او تېره اونۍ خپره شوې وه.

خو د بشري حقونو د څار سازمان دې نویو محدودیتونو ته په غبرګون کې ویلي، تالبان د ښځو پر تګ راتګ له دې بندیز سره هغوی زنداني کوي.

خو نالبان دا وړ څرګندونې “پروپاګند” یادوي او دا یوازې یو لړ سپارښتنې بولي.

په ورته وخت کې بیا د امریکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن ويلي، که تالبان غواړي نړيوال يې په رسميت وپېژني بايد په خپلو تګلارو کې اصلاح او سمون رامنځ ته کړي.

نوموړي یوې خبري ناستې ته وینا کې د ۲۰۲۲ کال لپاره پر خپلو لومړیتوبونو او تګلارو رڼا واچوله او زياته يې کړه، چې په يو لړ لارو غور کوي، چې له مخې يې وکولی شي د افغانستان اقتصاد ته نغدي پيسې ورسوي خو ټينګار يې وکړ چې له داسې لارو به دا مرستې کوي چې تالبان ترې ګټه پورته نشي کړی.

د امریکا د بهر نیو چارو وزیر ویلي، پر تالبانو به بندیزونه ترهغه پر ځای وي ترڅو هغوې د نړیوالې ټولنې سپارښتنې، چې بشري حقونه، د افرادو ازادي، د غچ اخیستونکو بریدونو مخنیوی او افراطیت سره مبارزه ده، پر ځای کړي.

Comments are closed.