The news is by your side.

مولانا فضل الرحمن: پاکستان به ډېر ژر سقوط شي

خبریال وېب پاڼه: د جمعیت علما اسلام ډلې مشر، مولانا فضل الرحمن په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې پاکستان کې وضیعت مخ پر خرابېدو دی او لرې نه ده، چې دا هېواد به هم ډېر ژر سقوط شي.
د هغه په خبره، عمران خان د وضیعت په مدیریت نه پوهیږي نو ښايي ژر د پاکستان د سقوط شاهدان و اوسو.
نوموړي دغه راز د پاکستان اقتصادي وضعیت هم د اندېښنې وړ بللی دی.
فضل الرحمن زیاته کړې، چې پاکستان د ګاوندیو هېوادونو سره د اړېکو ښه کولو پر ځای اړېکې نورې هم خرابې کړي دي.
هغه ټینګار کړی چې اوسمهال د پاکستان ملکي چارې د بهرنۍ اجنډا له مخې پرمخ وړل کیږي او په خبره یې د پاکستان هېواد دولتي بانک د نړیوالو ادارو منګولو ته ورکول د هېواد د ازادۍ موضوع تر پوښتنې لاندې راولي.
دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي، چې په دې وروستیو کې د پاکستان مخالفو ګوندونو پر حکومت نیوکې کړي، چې د بهرنیو هېوادونو سره یې اړېکې ترینګلې کړي او اقتصادي نظام یې د تباهۍ لوري ته روان کړی دی.

Comments are closed.