The news is by your side.

د تالبانو ۱۰۰ زره کسيز پوځ لومړیتوب چاته ورکوي دا به څنګه پوځ وي؟

خبريا ویب پاڼه/ تالبانو ويلي چې د دوی له لوري د سل زره کسيز پوځ د جوړيدلو چارې پوره ۸۰ سلنه بشپړې شوې او لاهم ادامه ورکوي.
دا به څنګه او له چا څخه جوړ پوځ وي؟
تالبانو اعلان وکړ چې د دوی له لوري د اسلامي پوځ چې شمېربه يې سل زرو ته رسيږي جوړ کړي.‌
د دې ډلې د مالوماتو له مخې د دوی اسلامي پوځ کې د شاملیدو لومړيتوب د تالبانو کورنيو ته ورکوي.
د تالبانو د پوځ ګمارنې لپاره هغوی شل کسيزه کمسيون ایجاد کړ چې هغوی سرتیري ورته ګماري.
تالبانو ويلي چې يو لړ ځانګړي قطعې يې هم جوړې کړې چې په دې کې به د دوی ځانګړي نفر ځای پر ځای وي، د اوس لپاره د تالبانو له لوري د بدري قطعې يادونه کولای شو چې په کابل او يو شمير نورو ولايتونو کې په دندو بوخت دي.
تراوسه تالبانو حتی د دولتي کارکوونکو د تیرو څلورو میاشتو معاشونه نه دي ورکړي نو بيا به څنګه دوی د يوه هېواد په کچه لوی او مجهز پوځ رامنځته ته کړي.
د نظامي شننونکو نظر
نظامي شننونکي په دې نظر دي که چیري تالبان قوي او پر اقتصاده دولت ونلري او له نړۍ سره اړيکې ونلري نو ژر ده چې د تير حکومته ور پاتې پوځي تجهيزات به خراب او له منځه ولاړ شي چې او دا هم ویل کیږي چې د تالبانو په لاس کې پرمختللې امريکايي وسلې هم د ډير وخت لپاره له تالبانو سره ياري نه شي کولای ځکه چې له يوه لوري مهمات‌او له بل پلوه د دې وسلو پرزې او ترميم ته اړتيا ده چې تالبان هيڅ هم نلري.
نو بیا داسې بريښي چې د تالبانو سل زره کسيز او يا هم تر دې لږ پوځ به څنګه نیتجه ورکړي مهمه داده چې د يوه پوځ او هوايي ځواک د جوړولو لپاره لومړی اساسي ګامونه پورته شي او له هغه وروسته د يوه پوځ د جوړيدلو تکل وشي

Comments are closed.