د ډيورنډ پر سر د تالب او پاکستان ترمنځ لويه جګړه نژدې کيدونکي ده

خبريال ويب پاڼه/ پر ډيورنډ فرضي کرښه د تالبانو حکومت او پاکستان ترينګلتيا وي ورځ تر بلې ډيريږي که څه هم پاکستان کلونه کلونه وړاندې پر ډيورنډ فرضي کرښه باندې پاکستان خپل پوځي چمتوالی نیولی خو اوس چې د افغانستان واکمن تالبان دي نو غواړي پوره چمتوالی د دې لپاره چې ډيورنډ کرښه باندې پاکستان سره امنیت ټینګ کړي.
د افغانستان په جنوب شرق کې د تالبانو مسولین وايي چې له تازه پوځي زده کړو څخه فارغ شوي سرتيري د پاکستان سره پر ډيورنډ پوله باندې ځای پر ځای کوي.
دا سرتيري د ۲۰۳ منصوري قول اردو څخه تازه فارغ شوي چې له پاکستان سره به پر ډيورنډ کرښه باندې ځای پرځای شي.
د منصوري قول اردو مسولنیو وويل چې دا سرتيري به هيڅ بهرني هېواد ته پر افغانستان د تيري اجازه ورنکړي او پاکستان ته به اجازه ورنکړي چې د ډيورنډ کرښې ته نژدې پوځي تاسيسات جوړ کړي.
پاکستان وويل چې تالبانو سره پر ډيورنډ کرښه باندې د اغزن تار لګولو پروژه په ګډه او تفاهم پای ته رسوي خو تالبانو د پاکستان دا خبره رد کړه او ويې نه منله.
اوس اوس تازه يو ځل بيا پر ډيورنډ فرضي کرښه باندې د تالبانو او پاکستان ترمنځ تازه ناندرۍ رامنځته شوې او داسې فکر کيږي چې اخير به د دوی دوه نژدې دوستانو ترمنځ سختې جګړې رامنځته شي.
تالبانو ډاډ ورکړ چې د دوی په راتګ سره به ډ افغانستان خاوره د هیڅ یوه بهرني هیواد پر ضد استعمال نه شي خو دا يې هم وويل چې هېچا ته به پر خپله خاوره د تيري اجازه ورنکړي، خو دا چې د دوی نازولی پاکستان د افغانستان پر خاوره تيری کوي نو تالب اوس مهال تر يوې کچې جدي دی خو مالومه نه ده چې يوازي دا سرحدي جديت به يې ترکومه وخته دوام ولري؟،