The news is by your side.

پښتین: د پاکستان جابر ریاست دې پښتانه خوشې کړي که نه خیر به یې نه وي

خبریال وېب پاڼه: د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو او پلویانو په کراچۍ کې په يوه لویه غونډه کې د خپلو بندي ملګرو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

دا غونډه د کراچۍ په سهراب کوټ کې د جنورۍ په دوهمه جوړه شوې وه.

دې غونډې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په خپله وينا کې وويل، چې د پاکستان ریاست دې د وسله والو پر ضد توپیري چلند پرېږدي اوپښتانه بنديان دې خوشې کړي

پښتین ګواښ وکړ که د دوی دا غوښتنې ونه منل شي نو د پاکستاني حکومت خیر به نه وي.

بل لورته بیا د پاکستان حکومت تر اوسه د پښتین د خبرو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

پښتين په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د علي ‌وزیر تر څنګ دې اویس ابدال، حنيف پښتين او د بشري حقونو نور ټول فعالان بې له ځنډه خوشې شي.

پښتين ګواښ وکړ، چې که یې ملګري خوشې نشي دوی به د پاکستاني حکومت ضد لاریونونه دوامداره وساتي او په خبره یې چې سينديان او بلوڅان به هم د ځان سره ملګري کړي.

دا ناسته داسې مهال ترسره کېږي چې پاکستاني پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر علي وزير د ۲۰۲۰ کال د دسمبر پر ۱۶مه په پېښور کې نيولی او لاهم زنداني دی.

له علي وزیر سره سره د پښتون ژغورنې غورځنګ ځيني نور غړي لکه اویس ابدال، او حنیف پښتين هم د پاکستان په زندانونو کې شپې سبا کوي.

یاد غورځنګ وروسته له هغې د پاکستاني حکومت پر ضد د پاڅون غږ کوي، چې په دې وروستیو کې د پاکستاني پولیسو د هلاک کېدو راپورونه ډېر خپرېږي.

تازه مولانا فضل الرحمن هم د پاکستان د ژر سقوط خبر ورکړی دی.

Comments are closed.

koi finance