The news is by your side.

تالبانو؛ بلخ کې ښځینه حمامونه وتړل او پر نارینه وو یې بندیزونه ولګول

خبریال وېب پاڼه: تالبانو په بلخ ولایت کې د ښځینه حمامونه بند کړل.

په یاد ولایت کې د امرباالمعروف او نهی عن المنکر رئیس مولوي سردارمحمد حیدري وایي، چې دا پرېکړه یې د دیني علماوو سره په ګډه کړې ده او د همدې پرېکړې پر اساس یې د ښځینه وو عمومي حمامونه وتړل.

سرچینې ویلي، دا چې خلک د خپلو اوسېدو په ځایونو کې مجهز حمامونه نه لري او اړتیا ده، چې نارینه باید دی حمامونه ته ولاړ شي نو په همدې اساس نارینه حمامونه پرانیستي دي.

ښاغلی حیدري زیاتوي، چې ښځینه به هم د شرعي حجاب په مراعتولو سره له خصوصي حمامونو ګټه واخلي.

په دې پرېکړه کې نارینه حمامونو ته هم محدودیتونه وضع شوي او کم عمره ماشومان نشي کولای حمامونو ته لاړ شي او دغه راز کیسه کاري او چاپي یا مساج هم منع شوی دی.

بل لورته یو شمېر حمام لرونکي دې په کړې اندېښمن کړي دي او وایي په دې سره به یې کارونه له سقوط سره مخ شي.

د یادونې ده، چې تالبانوپه خپله لومړۍ دوره کې هم په ټول هېواد کې حمامونه تړلي وو.

تالبانو له دې سره سره په هېواد کې پر ګڼو نورو برخو کې هم سخت محدودیتونه وضع کړي دي.

Comments are closed.