The news is by your side.

ښاغلی بسم الله محمدي په تېښته کي تر ټولو لومړی وو!

خبریال ویب پاڼه/ (اگر خاموش بنشینی گناه است)
یادونه: پرون (د ۲۰۲۲ د جنوري پر لومړۍ) په ۸صبح ورځپاڼه کي د کابل وروستي سقوط په هکله د دفاع د سرپرست وزیر ښاغلي بسم الله محمدي یاداښت خپور سو. چې ځیني موارد یې زما د یاداښتونو سره په ټکر کي دي. زه هم په کابل کي وم، وروسته د دفاع د وزارت د لوړپوړو سره د سفر ملګری سوم. د مهاجرت تر دیاره مو پر مشاهدو بحث کاوه او ما د ډېرو نورو ترڅنګ د یادو جنرالانو چي ځیني یې ښاغلي محمدي ته ډېر نږدي ول، یاداښتونه خوندي کړیدي.
په دې لنډه یادونه کي یواځي څو ټکو ته اشاره کوم. خو هیله من یم چي زماسرچینې پخپله رامخي ته سي او خپلي خبري وکړي.

ښاغلی محمدي له لومړي سره د جګړې پرځای د کورنیو او نړیوالو سیاسي طرحو د پلي کولو لپاره راغلی وو او د جګړې تر مدیریت یې شخصي او سیاسي مسایل مهم ګڼل. په ټولو امنیتي جلسو کي یې یوه خبره کوله هغه دا چې جګړه نه سو کولای.
د ځینو ولایتونو څخه د پر شاتګ امر یې کړی وو او ځینو نورو ته یې د مهماتو پر لېږد لاري تړلي وې. تر سقوط څلور ورځي وړاندي یې خپله کورنۍ بهر ته ایستلې وه او تر سقوط درې ورځي وړاندي یې لا د خپل ځان د ایستلو لپاره د تاجکستان د سفیر سره پلان جوړکړی وو.
د وزارت د کشف د ریاست او مقام د دفتر اوپراتیفي بودجه یې چې تر سلو میلیونو افغانیو زیاته وه په ډالرو اړولې او د ځان سره لېږد ته چمتو کړې وه.

د آګسټ پر ۱۵ ښاغلی محمدي ډېر وخت په هوايي ډګر کي د هوايي ځواکونو د معاینې په بهانه د تېښتي په موخه د پروازونو په تنظیمولو بوخت وو. غوښتل یې چي لومړی پنجشیر او بیا تاجکستان ته پروازونه چمتو کړي. یوځل یې د یوه پیغام د ثبت لپاره خپل دفتر ته سر ورښکاره کړی او پر ۳:۱۸ بیرته وتلی وو. پنجشیر ته تلونکي الوتکي ته ځینو مسئولینو نه وو پرې ایښی او وروسته یې پیلوټانو د تاجکستان د پرواز څخه سرغړونه کړې وه.

د متحده عربي اماراتو الوتکه چي د خپلو ډیپلوماټانو د تخلیې لپاره پر ۷:۱۹ کابل ته راغله، د ښاغلي محمدي نوم یې هم د ځینو نورو سره قبول کړ. خو ښاغلی محمدي چي سخت وېرېدلی وو او حواس یې له لاسه ورکړي ول، په بېړه الوتکي ته د داخلېدو هڅه وکړه. د الوتکي ساتونکو چي ونه پېژاند، په خپلو وسلو یې پر مخ او سر سر وواهه. وروسته د نورو لخوا ورته وویل سول چي دا د دفاع وزیر دی او د پرواز په لیست کي شامل سوی دی. ویل کېږي چي تر وهلو وروسته یې په داسې حال کي چي بسم الله محمدي ژړل، الوتکي ته پورته کړ. کله چي یې ده ته اجازه ورکړه خو د ساتونکو د بې وسلې کولو یې ورته وویل، ساتونکو یې په لسګونو وسلې پر ځغاستلیکه وغورځولې، آن د الوتکي پرواز یې ځنډنی کړ.

ویل کېږي چي د زوی، خوريي او یاور سره یې په درو بکسونو کي پیسې وې چي دوه تنه یې وتوانېدل چي الوتکي ته ورسره پورته سي.

د یوه ډګر جنرال په خبره، په وروستیو کي نړیوالو د وضعیت د مهارلپاره د واک اخیستلو اشارې هم ور رسولې. خو مورال یې ډېر ټیټ وو. لنډه دا چي د تېښتي په چاره کي ښاغلي محمدي تر ټولو چابک وو.

Comments are closed.